جهان

ټرمپ د امریکا اتومي رازونه په حمام کې ساتلي وو

د امریکا پر مخکیني ولسمشر ډونلډ ټرمپ لګېدلو فدرالي تورونو کې وېیل شوي چې نوموړي سري یا پټ اسناد چې د اتومي رازونو اسناد، د امریکا پوځي ستراتيژۍ اسناد هم پکې شامل دي، له ځان سره وړي وو.

د امریکا پر مخکیني ولسمشر ډونلډ ټرمپ لګېدلو فدرالي تورونو کې وېیل شوي چې نوموړي سري یا پټ اسناد چې د اتومي رازونو اسناد، د امریکا پوځي ستراتيژۍ اسناد هم پکې شامل دي، له ځان سره وړي وو. د ۳۷ لګول شویو تورونو په لړ کې دا هم وېیل شوي چې ټرمپ دا اسناد فلوریډا کې د خپل شخصي جایداد په نڅا خونه او حمام کې ځای پر ځای کړي وو. پر نوموړي دغه راز تور دی، چې پلټونکو ته یې دروغ وېیلي. ادعا کېږي چې نوموړي وروسته داسې هڅه هم کړې، چې د دغو اسنادو ځای پر ځای کولو په تړاو د پلټنو مخه ونیسي. بل لور ډونلډ ټرمپ چې غواړي د امریکا ۲۰۲۴ ولسمشریزو ټاکنو کې کاندید شي، هر ډول ناسمه کړنه ردوي. د هغه پر شخصي مرستیال والټ نائوټا هم تورونه لګېدلي، چې په سپینه ماڼۍ کې یې د دندې پر مهال دغه اسناد لېږدولي او د امریکا پلټنو ادارې یا ایف بي ای مسوولینو له نظره یې پټ کړي دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *