جهان

ډونلډ ټرمپ د محرمو اسنادو په قضیه کې بیا تورن شو

د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ له سپینې ماڼۍ تر وتلو وروسته د محرمو دولتي اسنادو د لېږد په تړاو له تورونو سره مخ دی.

د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ له سپینې ماڼۍ تر وتلو وروسته د محرمو دولتي اسنادو د لېږد په تړاو له تورونو سره مخ دی. پر ۷۶ کلن ډونالډ ټرمپ، په ناقانونه توګه د محرمو دوسیو ساتلو په ګډون ۷ تورونه دي خو تر اوسه په رسمي توګه نه دي اعلام شوي. دا دویم ځل دی چې ټرمپ له تورونو سره مخ کېږي. په داسې حال کې چې نوموړی بیا د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو ته کاندید شوی دی. ټرمپ لومړی کس و چې د پنجشنبې په ماښام یې په خپله ټولنیزه شبکه، تروت سوشیال کې اعلام وکړ چې تورن شوی دی خو زیاته کړې یې ده «زه بې ګناه یم.» ټرمپ لیکلي، هغه به د سې شنبې په ورځ په میامي کې فدرالي محکمې ته حاضر شي، دا یې هم وېیلي: «ما هېڅکله فکر نه کاوه چې د امریکا پخواني ولسمشر ته به داسې څه ورپېښ شي.» ټرمپ د ټاکنیز کمپاین شعار په تکرارولو سره وېیلي: «دا د امریکا لپاره واقعاً توره ورځ ده.»

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *