جهان

په سومالیا کې برید درنه مرګ ژوبله اړولې

د سومالیا امنیتي ادارو په پایتخت «موګادیشو» کې د ځانمرګي برید په پایله کې د لسګونه کسانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د سومالیا امنیتي ادارو په پایتخت «موګادیشو» کې د ځانمرګي برید په پایله کې د لسګونه کسانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی. سرچینې زیاته کړې چې په برید کې ۲۰تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي. د برید مسئولیت الشباب وسله والې ډلې منلی دی. د دې ډلې په اعلامیه کې وېیل شوي چې یو ځانمرګي بریدګر یې د سومالیا هېواد پر پوځ ځانمرګی برید کړی دی. په اعلامیه کې راغلي چې په دغه برید کې د سومالیا هېواد ۷۳ سرتېري وژل شوي او ۱۲۴نور ټپیان دي. تر اوسه معلومه نه ده چې ځانمرګی بریدګر څنګه توانېدلی چې پوځیانو اډې ته دننه شي. په سومالیا کې له ۱۹۹۱م کال راپه دېخوا د الشباب په نوم وسله واله ډله وخته ناوخته ورته بریدونه کوي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *