شیخ شهاب الدین دلاور: د سرپل پر کانونو پانګونه کېږي
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور سرپل ته د خپل سفر په ترڅ د دغه ولایت د کانونو پر استخراج د راتلوونکو ۷ میاشتو په موده کې د ۱۴۹ میلیونه ډالرو د پانګونې خبر ورکړ.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور سرپل ته د خپل سفر په ترڅ د دغه ولایت د کانونو پر استخراج د راتلوونکو ۷ میاشتو په موده کې د ۱۴۹ میلیونه ډالرو د پانګونې خبر ورکړ.
شیخ شهاب الدین دلاور سرپل ته د خپل سفر موخه هم د دغه ولایت د کانونو وضعیت ارزونه او د قشقرې نفتو کان د استخراج بهیر څېړل یاد کړل.
ورته مهال د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکو شیخ شهاب الدین دلاور سره په کتنه کې د دغه ولایت د کانونو د استخراج بهیر د چټکتیا ترڅنګ، د سړکونو د رغولو او ځوانانو ته د کار برابرولو برخه کې د مرستې او پاملرنې غوښتنه وکړه، چې د شیخ شهاب الدین دلاور له لوري ورته د هر راز مرستې ډاډ ورکړل شو.
باید وویل شي، چې تېر کال د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او شیخ شهاب الدین دلاور سرپل ته د خپل سفر په ترڅ کې د قشقرې نفتو کان د استخراج چارو پرانیسته کړې وه.