افغانستان

  عزیزي: د هېواد راتلونکی نسل او زده کوونکي باید په اسلامي افکارو او اډیالوژۍ وروزل شي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي نن د پوهنې وزارت د زده کوونکو چارو رییس استاد حبیب الله خالد سره وکتل.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي نن د پوهنې وزارت د زده کوونکو چارو رییس استاد حبیب الله خالد سره وکتل.

په دې کتنه کې استاد حبیب الله خالد د با استعداد زده کوونکو په راټولولو، د دوی ترمنځ د فقې، احادیثو او علمي مقالو سیالۍ په لاره اچولو، د علمي سفرونو برابرولو، د کتاب لوستنې، تیاتر، ملي ارزښتونو او د تاریخي سیمو او آثارو د پېژندې په برخه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور له معینت څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.  ورته مهال د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي د یاد ریاست د کارونو ستایلو تر څنګ د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه او زیاته یې کړه، چې د دغه معینیت اړوند د ملي تیاتر، ملي آرشیف، ملي موزیم او کتاب خانې ریاستونه د ښونځيو د زده کوونکو په خدمت کې دي.

عزیزي زیاته کړه، چې د هېواد راتلونکی نسل او زده کوونکي باید په اسلامي افکارو او اډیالوژۍ وروزل شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *