افغانستان

هلمند کې د کبانو د فارمونو شمېر ۱۰ زرو ته رسېدلی

  د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د کبانو روزنې فارمونو ټولنې ۱۰ زرو ته د دغه ولایت د کب روزونکو فارمونو د شمېر رسېدو خبر ورکړی دی.

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د کبانو روزنې فارمونو ټولنې ۱۰ زرو ته د دغه ولایت د کب روزونکو فارمونو د شمېر رسېدو خبر ورکړی دی.

د یادې ټولنې مرستيال عبدالرازق وايي: د پخوا په پرتله اوس په هلمند کې د کبانو فارمونه ډېر شوي ،چې شمېر يې ۱۰زرو ته رسېدلی دی.

سرچینه زیاتوي: دغه فارمونه په مرکز لښکرګاه، مارجې، نادعلي، ګرشک، ګرمسېر او نورو ولسواليو کې دي ،چې کبان يې مرکز او ولسواليو ته د خرڅلاو لپاره وړل کېږي.

عبدالرزاق وایي:(( خلک راځي، له فارمونو څخه  کبانو بچې وړي، بيا يې په خپلو حوضونو کې ساتي. کله چې ستر شي، بيا يې يا نورو فارمونو ته وړي، يا يې مارکېټ ته وړاندې کوي.))

د کبانو د روزنې فارم لرونکي وايي: د پخوا په پرتله يې کارو بار ښه شوی، خو د کرنې له رياست څخه غوښتنه کوي چې د کبانو د خوراکي توکو برابرېدو او په نورو برخو کې يې لاسنيوی وکړي.

د هلمند د کرنې رياست د مالدارۍ برخې مدير شامحمد وايي: موږ له ۳۰ څخه نيولې تر ۴۰ کسانو ته د کبانو د روزلو په برخه کې روزنه ورکړې او لا هم هڅې کوو ،چې خپلو مرستو ته دوام ورکړو.(( موږ د کبانو له فارم لرونکو سره د خوراکي توکو مرسته کړې او ۳۰ تنه مو څو ورځې وړاندې د کبانو د روزنې په برخه کې وروزل او هغوی ته دنده ورکړل شوې ،چې نورو کسانو ته روزنه ورکړي.))

د هلمند تر څنګ د هېواد په نورو ولايتونو کې هم په دې وروستيو کې د کبانو د روزنې فارمونه ډېر شوي دي.

شنونکي په دې نظر دي ،چې که حاکم رژیم صنعتي برخې ته پاملرنه ډېره او بنسټيز کارونه ترسره کړي، د هېواد په اقتصادي وده کې به ډېر رول ولري.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *