جهان

د جاپانۍ سپوږمکۍ کوزوونکي احتمالاً ټکر کړی

یو جاپانی شرکت هیله من دی چې پر سپوږمۍ به د خپلې لومړنۍ خصوصي سپوږمکۍ په ښکته کولو تاریخ جوړ کړي،‌ چې احتمالاً دا ماموریت یې له ماتې سره مخامخ شوی. له هکوټا – ار لونر ښکته کوونکي سره له کوزېدو شېبه مخکې اړیکه پرې شوې ده. انجنیران اوس دا ارزوي چې دا مسئله څه پېښ شوي دي.

یو جاپانی شرکت هیله من دی چې پر سپوږمۍ به د خپلې لومړنۍ خصوصي سپوږمکۍ په ښکته کولو تاریخ جوړ کړي،‌ چې احتمالاً دا ماموریت یې له ماتې سره مخامخ شوی. له هکوټا – ار لونر ښکته کوونکي سره له کوزېدو شېبه مخکې اړیکه پرې شوې ده. انجنیران اوس دا ارزوي چې دا مسئله څه پېښ شوي دي. توکیو مېشت (ای سپېس iSpace) هیله لرله چې ښکته کوونکی به یې وکړای شي کشفوونکې مصنوعي سپوږمکۍ د ټینیس د پنډوسکي په اندازه له یوه روباټ سره پر سپوږمۍ ښکته کړي. دا سپوږمکۍ په تېره ډیسمبر میاشت کې د سپېس اکس توغندي په مټ توغول شوې وه او خپل منزل ته رسېدو کې یې پنځه میاشتې وخت ونیو. د ای سپېس شرکت اجرائیوي مشر تاکیشي هکماډا وېیلي له پلان شوې ښکته کېدنې نژدې ۲۵ دقیقې وروسته «له ښکته کوونکي سره زموږ اړیکه ټینګه نه شوه».

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *