افغانستان
نیمروز کې د خوارجو یو پټنځای له منځه یوړل شو
د نیمروز ځايي مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په مرکز زرنج ښار کې د خوارجو یو پټنځای له منځه وړل شوی دی.
د نیمروز ځايي مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په مرکز زرنج ښار کې د خوارجو یو پټنځای له منځه وړل شوی دی.
د دغه ولایت د ځايي مسوولینو باختر آژانس ته وویل، چې پرون سهار د اسلامي امارت ځانگړو ځواکونو د نیمروز د مرکز زرنج ښار په درېيمې ناحيې د سيد آباد سيمه کې د خوارجو فتنه گرو په يو پټنځای باندې عملیات ترسره شوي، چې له نیم ساعت نښتې وروسته په کې دوه خوراج ووژل شول او یو ژوندی ونیول شو.
د مسوولینو په وینا، په دغو عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.