افغانستان

۲۹ ټانکره بې‌کیفیته تېل بېرته ایران ته مسترد شول

د سټنډرډ ملي ادارې ایران ته د ۲۹ ټانکره بې کیفیته تېلو د بېرته مسترد کولو خبر ورکړی دی.

د سټنډرډ ملي ادارې ایران ته د ۲۹ ټانکره بې کیفیته تېلو د بېرته مسترد کولو خبر ورکړی دی.

یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې په تېرو څو ورځو کې د هرات ولایت په اسلام قلعه بندر کې يې ۲۹ ټانکره بې کیفیته تېل (ډیزل او پطرول) چې د دې ادارې له سټنډرډونو سره یې مطابقت نه درلود بېرته ایران ته مسترد شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې وروستیو کې سټنډرډ ملي ادارې په خورا جدیت د بې کیفیته تېلو د واردولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

یادې ادارې له ټولو سوداګرو څخه غوښتنه کړې، چې هېواد ته با کیفیته توکي وارد کړي، کنه  نو له ورته قانوني چلند سره به مخ شي.

د یادونې وړ ده، چې یادې ادارې تر دې وړانډې هم هېواد ته د لسګونه ټانکره بې کیفیته نفتي توکو د واردېدو مخنیوی کړی دی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *