سخن انیس

اندېښنې د مخامخ خبرو له لارې هوارېداي شي

زموږ په ګران هېواد افغانستان کې د اشغالګرې جګړې دپاي ته رسېدو سره سم د اسلامي امارت په وړاندي يولړ ناوړه او له حقيقت څخه لري تبليغاتي کمپاين پيل شوي چې په مختلفو بڼو مختلف هېوادونه پکښي خپلي موخي او ګټي لټوي  کله په يوه پلمه او کله په بله پلمه انديښني را برسيره کوي او په ټوله کې دنړۍ او سيمي په کچه انديښني را پاوري.

زموږ په ګران هېواد افغانستان کې د اشغالګرې جګړې دپاي ته رسېدو سره سم د اسلامي امارت په وړاندي يولړ ناوړه او له حقيقت څخه لري تبليغاتي کمپاين پيل شوي چې په مختلفو بڼو مختلف هېوادونه پکښي خپلي موخي او ګټي لټوي  کله په يوه پلمه او کله په بله پلمه انديښني را برسيره کوي او په ټوله کې دنړۍ او سيمي په کچه انديښني را پاوري. لومړي ځل نه دي چې روسانو خپله انديښنه څرګنده کړي هغوي په کور دننه او په سيمه ييزو غوڼډو کې هم ويولړ وړاندويني چې بي بنسټه دي را برسيره کړي ځکه چې د اسلامي امارت واک ته درسيدو سره سم چې داشغالګرو ته يې ماتي ورکړه هيڅ وسله واله ډله چې ترهګرييز فعاليتونه وکړي شتون نه لري او هرياغي اوباغي چې د امنيت دګډوډولو نيت ولري په نطفه کې خنثي کيږي خو روسيه او ترڅنګ يې نور انديښمن هېوادونه چې په افغانستان کې دترهګرييزو ډلو شتون يا دوي له حقيقت څخه لري او بي بنياده ځکه دي چې هيڅ هېواد نه شي ثابتولي چې دا مهال د افغانستان دخاوري دي نورو هېوادوته امنيتي ګواښوني ترسره شوي وي اوس اسلامي امارت ديوي واحدي قوماندي لاندي دخپلو ميړنيو او سرښندونکو مجاهدينو په وسله وکولي شول چې دهېواد په ګوټ ګوټ کې امنيت تامين کړي او هيڅ خپل سري وسله واله ډله ددي توان ونه لري چې په افغانستان کې د راټوليدو ځاي ذګي ولري او يا نورو هېوادوته امنيتي ستونزي پيدا کړي. روسانو او دسيمي هېوادونه دي پلمي نه لټوي او هڅه دي وکړي چې خپلي انديښني د اسلامي امارت دمسؤلينو سره په مخامخ خبرو کې شريکي کړي. اسلامي امارت تل په دي باور دي چې د امنيت خونديتوب او ديپلوماتيکو اړيکو دپيوند رامنځ ته کيدل به اوسنيو ستونزو او انديښنو ته مناسب ځواب ووايې او دراکړي ورکړي له پاره به مناسبه لار هواره شي. انديښمن هېوادونه چې کله کله دسيمي په کچه د امنيتي سلاکارانو په ګډون غونډي جوړوي بايد ومني چې د اسلامي امارت د استازي له کډون پرته د انديښنو او ستونزو رغاول به ناشوني وي. ښه به وي چې دمستقلو هېوادوپه توګه د اشغالګرو هېوادو سره همغږي ونه کړي نوکيداي شي چې ور پيدا شوي انديښني يې له منځه ولاړي شي او د اسلامي امارت سره ديوه آزاد او خپلواک هېواد په توګه چلند وکړي. غوره به وي چې دسيمي هېوادونه په افغانستان کې اوسني حالات په بي پري توګه و ارزوي او دتيري شل کلني واکمني پرمهال امنيتي ستونزي او ګواښووني پرتله کړي ځکه هغه مهال چې ويشل شوي واکمني پخپله په افغانستان کې دشلو څخه دزياتو ترهګرييزوډلو شتون اعلان کړي ؤ ولي دنړۍ او دسيمي هېوادونه انديښمن نه ښکاريدل اوس چې هيڅ خپل سري وسله واله ډله شتون نه لري ولي انديښني څرګندوي او دګواښ پرته چې تردي مهاله هيڅ هېواد ته نه دي متوجه شوي تورلګوي. د اسلامي امارت له خوا بي ځايه انديښني او تورونه رد شوي. تمه ده چې انديښمن هېوادونه د خپلو سرو وسله والو ډلو په وړاندي د اسلامي امارت غوڅ او پريکنده دريځ له پامه ونه غورځوي او تردي دمه په سيمه ګې د راپيدا شوي امنيت په هکله بي ځايه او له حقيقت څخه لري قضاوت ونه کړي ځکه دناوړه اوبي ځايه تورونو لګول دهېوادونو ترمنځ بي باوري رامنځ ته کوي چې د هيڅ هېواد دګټو سره سمون نه خوري ښه به وي چې د ديپلوماتيکو لارو د غښتلتوب په هکله فکر وشي ترڅو هيڅ هېواد انديښمن ونه اوسي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *