جهان

له ایران سره پولې ته څېرمه ۴ پاکستاني پوځیان وژل شوي

د پاکستان پوځ وېیلي، ۴ پوځیان له ایران سره پولې ته څېرمه په برید کې وژل شوي دي. د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې وېيلي، چې د ترهګرو ډلې چې د ایران له لوري فعالیت کوي

د پاکستان پوځ وېیلي، ۴ پوځیان له ایران سره پولې ته څېرمه په برید کې وژل شوي دي. د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې وېيلي، چې د ترهګرو ډلې چې د ایران له لوري فعالیت کوي، پولې ته څېرمه له کیچ ضلعې سره د پاکستان په امنیتي ځواکونو برید کړی. د پاکستان پوځ وېیلي چې د ترهګرو پر ضد د اغېزمن اقدام او په راتلونکي کې د داسې پېښو د مخنیوي لپاره له ایراني لوري سره ‹اړین تماسونه› نیول شوي دي. د یادونې وړ ده چې روان کال د جنورۍ په میاشت کې هم د بلوچستان په پنجګور ضلع کې د پاکستان – ایران پولې په اوږدو کې د ترهګرو په برید کې ۴ امنیتي سرتېري وژل شوي وو.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *