د « کابل جدید ښار» غصب شوې ځمکې تصفیه کېږي
د کور او ښار جوړولو وزیر شیخ حمدالله نعماني د «کابل جدید» ښار د غصب شویو ځمکو د تصفیې په اړه د هڅو د پيل خبر ورکړی.
د کور او ښار جوړولو وزیر شیخ حمدالله نعماني د «کابل جدید» ښار د غصب شویو ځمکو د تصفیې په اړه د هڅو د پيل خبر ورکړی. د نوموړي دفتر په یوه اعلامیه کې وېیلي، چې په دې اړه د اسلامی امارت وزیر ځینو نورو اړوندو ادارو او چارواکو سره غونډه کړې.سرچینه وایي په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې هر څه ژر باید د دواړو وزارتونو متخصصین او انجنیران د تصفیې د پیلولو په موخه ګډه کاري طرحه جوړه
کړي.
چارواکو وېیلي، چې یاده طرحه به د ځمکو له غصب مخنیوي او بېرته راګرځولو کمېسیون سره شریکه او د هغوی له تایید وروسته به پرې عملي کار پيلوي.
د کور او ښار جوړولو وزارت وایي هوډ لري چې د کابل جدید ښار اړوند ټولو ځمکو تصفیه وکړي او څومره ژر چې کېږي د آبادولو په موخه یې عملي اقدامات وکړي.
د اسلامي امارت له بیا واکمنیدو سره د افغانستان په ډېرو سیمو کې د غصب شویو دولتي ځمکو د بېرته ګرځولو خبر ورکړل شوی، چې خلکو یې پراخ هرکلی کړی دی.