اخبارافغانستان

هلمند کې د سېلابونو او چت پرېوتو له امله ۱۳ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

د هلمند ځايي مسئولین وايي چې د وروستیو سېلابونو د راوتو له امله د دغه ولایت په ګرشک او کجکي ولسوالیو کې ۱۳ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رئیس حافظ عبدالباري راشد د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې د یاد ولایت د کجکي ولسوالۍ په (ابغول) سیمه کې د اورښتونو او سېلابونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ  ۷ غړي شهیدان او د یادې ولسوالۍ په قاضي خېلو سیمه کې د دېوال د چپه کېدو له امله ۳ تنه ټپیان شوي دي. هغه زیاته کړه چې د ګرشک ولسوالۍ په تاجکانو کلي کې ورته پېښه کې د چت پرېوتو له امله د یوې کورنۍ ۲ غړي مړه او یو بل ټپي شوی دی.

ورته وخت کې د بامیانو د والي ویاند عبدالصبور فرزان سیغاني وايي، چې  د یاد ولایت په خشکک سیمه کې د سېلابونو د راوتو له امله د یوې کورنۍ ۳ غړي شهیدان شوي دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *