اخبارافغانستان

فضا ته د بشر د سفر نړیواله ورځ؛ «پښتو څلورمه ژبه ده چې فضا کې ویل شوې»

افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي دفتر «یوناما»، «فضا ته د انسان د سفر نړیوالې ورځې» په مناسبت ویلي، «پښتو» څلورمه رسمي ژبه وه چې فضا کې پرې خبرې شوې دي.

یوناما «جمعه، اپرېل ۱۲مه/وري ۲مه» پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي: «فضا ته د بشر د سفر نړیواله ورځ مبارک؛ ایا پوهیدئ چې پښتو څلورمه ژبه وه چې په فضا کې ویل شوی ده؟»

افغانستان کې د ملګروملتونو د استازولۍ دفتر همداراز زیاته کړې، افغان ستوري مزلي عبدالاحد مومند چې کله په ۱۹۸۸ کې فضا ته سفر وکړ، له هغه ځایه یې خپلې مور    سره اړیکه ونیوله او پښتو خبرې یې ورسره وکړې.

د یوناما په وینا، له همدې امله پښتو ژبه، څلورمه رسمي ژبه ده چې فضا کې پرې خبرې شوې دي. عبدالاحد مومند لومړی افغان و چې په ۲۹کلنۍ کې یې فضا ته سفر وکړ او نهه ورځې هلته پاتې شو.

مومند  له فضا څخه د افغانستان تصویرونه هم واخیستل او د نجومي فیزیک، طبابت او بیولوژیکي ازمایښتونو کې یې هم ګډون وکړ.

یوري ګاګارین لومړی ستوزی مزلی و چې فضا ته یې سفر وکړ او له همدې امله د اپرېل دولسمه «فضا ته د بشر د سفر نړیوالې ورځې» په نوم، نومول شوې.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *