اخبار

کندز کې د ۶۶ کیلومتره کانال د پاکولو چارې بشپړې شوې

د کندز ولایت د کلباد ولسوالۍ اړوند د ۶۶ کیلومترو په اوږدوالي د شهروان کانال د پاکولو چارې بشپړې شوې دي.

د دغه ولايت د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت وویل، چې په‌ دغه کانال کې تحکیماتي دېوالونه او د سربند دروازو د جوړولو چارې هم شاملې دي چې پرې ۲ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او پرمټ یې ۲ زره جریبه کرنیزه ځمکه خړوبېږي.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې په تېر کال کې د همکارو موسسو په مالي ملاتړ د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي ریاست اړوند د لسګونه پروژو چارې بشپړې شوي چې اوسمهال هم د یو شمېر پروژو چارې روانې دي.

د هغه په وینا همدا اوس د تخار او بدخشان ولایتونو  کې د آمو سیند غاړو کې کار دوام لري چې تراوسه پورې د دغې پروژې چارې ۵۵ سلنه بشپړې شوي چې ۴۰۰ میلیونه افغانۍ پرې لګښت راغلی دی‌.

دا په‌داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د پنج آمو سیندیزې عمومي ریاست لخوا د یو شمېر نورو پروژو چارې هم بشپړې او ګټې اخيستنې ته سپارل شوې دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *