اجتماعیمقالات

د انسانانو او نباتاتو ترڅنګ مځکه‌هم اوبوته اړتیا لري

له کاڼي ، پرته د مځکې د مخ نورټول ذیروح اوبې روح مخلوقات اوبوته اړتیا لري کله چې سړی په ډېره ګرمۍ کې تږی شي نوطبعي ده چې اوبوته به اړتیا لري ځکه اوبه یې د تندې ماتېدلولولپاره اشد ضرورت دی ، که چېرې ددې سختې تندې په صورت کې اوبه ورونه رسېږي ښایي خپل ژوند له لاسه ورکړي ، دډوډوۍ اوطعام د نشتوالي په صورت کې یوکس څوورځې ژوندی پاته کېدای شي خود اوبود نشتوالي په صورت کې که ظاهرا کومه بله کانه ورونه شي د بدن اوبه یې وچېږي (جل ) یې وهي اوجل وهلي ته که اوبه ورسېږي هم بې فایدې دي ، ځکه بدن داسې (نښېځل) شوي وي چې دوهم ځل داوبود جزب توان یې له لاسه ورکړې وي ، وروستیووچکالیووښودله چې د ذیروح مخلوق په پرتله بې روح مخلوق اوبوته زیاته اړتیا لري ځکه ومولیدل چې بې روح دښتې اوبیابانو، نه یوازې داچې خپله سمسورتیا یې له لاسه ورکړې وه بلکې داسې وچ معلومېدل چې هروخت به باد اوبړبوکیود خاورو ګردلې هوا ته پکې پورته کړې وې .

نومعلومېږي چې اوبه د ژوند داسې منبع ده چې نه یوازې انسانان ، حیوانات او نباتات ورته اړتیا لري بلکې زموږ په شا وخوا پرته هغه مځکه چې اجزایې خاوره ده هم او بو ته زیاته اړتیا لري ځکه کله چې د مځکې مخ دباران اویا واروپه ذریعه لوند شو، نود ځان او انسانانو لپاره دوې سترې اومهمې ګټې له ځان سره لري د ځان لپاره ګټه یې داده چې د شینلیوکوم تخمونه چې له پخوا په مځکه کې پاته شوي وي د نورو طبعي بوټو ترڅنګ له سره زرغونېږي اوپه نتیجه کې غرونه رغونه اودښتې د ښکلا اوښایست داسې روح تازه کوونکی منظرجوړوي چې سترګې پرې خوږېږي .

د انسانانو اونورو زیروح لپاره یې ګټه داده چې همدا مځکه ده چې د باران او وارې اوبه د مبادآ لپاره په خپل جوف کې ذخیره ساتي او ورو ورو یې د چینواوکاریزونوپه بڼه د بشرد مایحتاج لپاره د مځکې مخ ته را شړي نومعلومېږي چې د اوبو رول په بې روح مځکه کې د هغه د سمسورتیا اوښکلا ترڅنګ د زیروح مخلوق لپاره هم تربل هرڅه زیات دی ، دا په خپلوسترګوهم وینوکله چې مځکه په اوبوښه مړه شي خپل فرش ته داسې بدلون ورکوي چې ته به وایې د شنه بخل جامې یې اغوستې ، نرمه ، لمده اوتازه ښکاري ، باد یې دبړبوککیوپه بڼه له سطحې څخه د خاوروپورته کولوتوان نلري ، د مځکې د مخ دا ښکلا د نورو ولایتونوپه پرتله زموږ د هېواد د بلخ او فاریاب په ولایتونوکې د څړموني پرمهال ترټولو ښه مشهوده ده .

په مځکه کې د اوبوپورته دوې ګټې ترټولومهمې دي ځکه که له یوه پلوه دچاپېریال د ښکلا اوسمسورتیا سبب کېږي نوله بل پلوه په خپل اسفنج کې د بشرلپاره داوبودذخیرې په توګه مهم ارزښتناک رول هم لري

د ځېنې کارپوهانود وینا له مخې چې آریایان د مدیترانې له سواحلواو سیردریا څخه آریانا (بلخ) ته د مځکې د مخ همدې ښکلا اوسمسورتیا د جاذبې له مخې د آموله سیند سهیل پلو را پوریوتل اودلته یې آریایی مدنیت په پښو ودراوه چې له همدغه ځایه بیا هند او اروپا ته خواره شول او هلته یې په بېلا بېلونومونو مدنیتونه را منځ ته کړل .

زموږخبره په مځکه کې د اوبو، درول په اړه را تکیه ده ، چې څنګه یې دبشرلپاره زیات خدمت ترسره کړي دی ، خودریغی زموږ د هېواد په هغه جغرافیا کې چې هلته ډېرباران او واورې اورېږي ، پرته له دې چې اوبه یې د خپلې منبع دشاوخواپرتو ساکنینوپه درد دواشي ښویې دنوروملکونوجغرافیاووته وځي اوهغه یې په ډاډه زړه په کرنیز سکتور کې کاروي ، د آمو، کابل او هلمند سیندونه له همدغه برخلیک سره مخ دي چې له بده مرغه پرته له دې چې اوبه یې د افغانانو په درد دوا شي په ډېره ناځوانۍ څلوروخواوو ته له ملکه وځي ، لوی علت دادئ چې افغانستان د نړۍ په داسې هسکه جغرافیا کې موقیعت لري چې د باران او واورو اوبه یې تل د نورو نصیب وي .

د نړیوالو رپوټونوله مخې چې د زیاتې تودوخې په لورد نړۍ داقلیم بدلون به ښایي په را تلونکې کې د خطرناکووچکالیو سبب جوړېږي او یوازې لوړ غرونه به له عبوري وریځو څخه درطوبت درا کشولوتوان لري او نور به د نړۍ هېوادونه به د اوبو له کموالي سره مخ کېږي موږ ددوی د څېړنوزحمتونه ستایو ، خوباورموپه دې رپوټونوځکه نشته چې هرڅه د الله پاک په بلا کیفه اراده کې دي ، ښارونه اوپه هغه کې د تولیدي فابریکوله لارې جوړشوی حرارت به ددې پراخه نړۍ په وړاندې له سمندرڅخه د یوه څاڅکي اوبومانا هم ونلري ، موږ ددوی ساینسي څېړنې نه ردوو ، خوپخپله هم د سلکوک اوقرینې له لارې ددې استنباط توان لرو چې دنړۍ جغرافیا ډېره ، ډېره ارته او پراخه ده نسبت هغه مځکې ته چې بشرد خپل اسکان لپاره اشغال کړی ده ، کټ مټ هغه متل ته ورته کېږي چې وایي چرګ چې بالغ شي نوپه بام په دې خیال ورو ورو ځي چې بام یې ترپښولاندې ونه غورځېږي ، موږ مطمئن یوهغه څه چې دالله پاک په اراده کې دي بشریې په لاسوهنه کې ناتوان دی ، ددوی د وړاند وینې له مخې د تېرکال چې د ګرمۍ کچه په نړۍ کې ډېره لوړه وه له مخې یې باید څاڅکی واوره او باران د مځکې مخ ته نوای را ښکته شوي خو موږ ولیدل چې په دې وروستیو کې دومره واورې او بارانونه و شول چې د بشرپه خوله یې خندا راوسته .

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *