افغانستان

د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کي د اوبود یوه چیک ډم د جوړیدلو چاري پيل سوې

د کرني رياست وياند ننګيالي سمون باختري خبري اژانس ته وويل، چي د يادي ولسوالۍ‌ د محمد یعقوب خان کلاچې ختیځ لور ته د (تړلي دري) په نوم د اوبو د یوه بند چي ۲۵ متره اوږدوالی، ۱۵ متره لوړوالی او څلور متره عرض لري د جوړیدولو چاري د درې ميليونه افغانيو په لګښت پيل سوې، چي د ۴۰۰۰ متره مکعب اوبو ذخیره کولو وړتيا لري.

د ښاغلي سمون په وينا، چي په مراسمو کي ئې د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت څخه راغلي استازي مولوي حبیب الله اخندزاده د ياد چيک ډم جوړېدل د اسلامي امارت له لوري د یادي ولسوالۍ له خلکو سره د زراعت په برخه کي لویه همکاري یاده کړه او له خلکو ئې د اسلامي نظام څخه د بشپړ ملاتړ غوښتنه وکړه.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *