اخبارافغانستان

د روژې مبارکه میاشت کې د نرخونو د کنټرول او احتکار د مخنیوي په موخه د اړوند کمېسیون غونډه ترسره شوه

د روژې د مبارکې میاشتې د را رسېدو په مناسبت او د (۳۳) مې ګڼې نرخنامې د جوړولو په اړه، د کابل ښاروالۍ د مسئولینو، د سوداګرۍ، مالیې، عدلیې، کورنیو چارو وزارتونو، استخباراتو او د افغانستان بانک ریاستونو، د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د بېلابېلو اصنافو د استازو تر منځ د نرخونو د کنټرول او له احتکار څخه د مخنیوي کمیسیون غونډه تر سره شوه.

په دې غونډه کې د کابل په بازارونو کې د خوراکي توکو د نرخونو د کنټرول، د خوراکي او نورو اړتیا وړ توکو د نرخونو د کمښت لپاره د تګلارې د ټاکلو، له ګاونډیو هېوادونو څخه   د خوراکي توکو د واردولو د څرنګوالي او د افغانیو پر وړاندې د بهرنیو اسعارو د بیو د بدلون په اړه خبرې وشوې او لازم تصمیمونه ونیول شول.

په یاده غونډه کې ټینګار وشو، چې ټول پلورونکي او سوداګر د ښاریانو د اړتیا وړ توکو د پلورلو پر مهال انصاف په پام کې ونیسي، ځکه پر خوراکي توکو لګېدلي محدودیتونه لرې شوي او د افغانۍ پر وړاندې د اسعارو بیه هم راټیټه شوې ده.

دغه کمیسیون به د ښاریانو د اړتیا وړ لومړنیو توکو د نرخونو د کنټرول په موخه، خپل فعالیتونه ګړندي کړي تر څو ښاریان وکولای شي د روژې په مبارکه میاشت کې خپل د اړتیا وړ توکي په مناسبه بیه او لوړ کیفیت د کابل له بازارونو څخه ترلاسه کړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *