مقالات

د علم او پوهې ارزښت

علم د پوهې او پیژندې په معنا ده. پوهه د یوې رڼا په څیر د انسان زړه او دماغ روښانه کوي. انسان له بې لارۍ او مایوسۍ څخه ژغوري او خپلې موخې ته یې د رسېدو لارې چارې برابروي. له بلې خوا ناپوهي داسې تیاره ده چې انسان له ډار، خطر او خوارۍ سره مخامخ کوي. الله تعالی جل جلاله په خپله د پوه او نا پوه  د توپیر په هکله داسې فرمایي:   «آیا هغه کسان چې پوهېږي، له هغو کسانو سره چې نه پوهېږي، برابردي؟»

علم د پوهې او پیژندې په معنا ده. پوهه د یوې رڼا په څیر د انسان زړه او دماغ روښانه کوي. انسان له بې لارۍ او مایوسۍ څخه ژغوري او خپلې موخې ته یې د رسېدو لارې چارې برابروي. له بلې خوا ناپوهي داسې تیاره ده چې انسان له ډار، خطر او خوارۍ سره مخامخ کوي. الله تعالی جل جلاله په خپله د پوه او نا پوه  د توپیر په هکله داسې فرمایي:   «آیا هغه کسان چې پوهېږي، له هغو کسانو سره چې نه پوهېږي، برابردي؟»

« هیڅکله پوهه او ناپوهي – رڼا او تیاره سره برابر نه دي.»

انسان د علم او پوهې په وسیله لومړی خپل ځان او بیا خپل خالق جل جلاله پیژني. په کارده چې له علم سره د انسان عمل هم ملګری وي، همدا ډول له علم او پوهې څخه باید د انسانانو د هوساینې او سوکالۍ لپاره کارواخلو او په پرله پسې ډول د خپلو خلکو او د بشر د نیکمرغیو لپاره هلي ځلې وکړو.

د ویلو ده چې د علم او پوهې په هکله د قرآن کریم په مبارکو آیتونو او هم د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په سپیڅلو احادیثو کې یې  په وضاحت سره ارزښت او مقام بیان شوی چې په لاندې توګه ترینه یادونه کېږي:

«د علق، سورت: ۱ آیت » ژباړه: ای محمده! ولوله د خپل هغه پالونکی نوم ولوله چې ټوله نړۍ یې پیداکړې ده.

« دالمجادلې، سورت: ۱۱ آیت» ژباړه: الله«ج» ستاسو څخه د هغو خلکو چې ایمان لري او هغو چې پوهان دي په درجو سره مرتبې اوچتې کړیدي.

د ابوهریره(رض) نه روایت شوی چې پیغمبرعلیه السلام وفرمایل: (من سلک طریقا یلتمس فیه علما سهل الله له طریقا الی الجنة) « سنن الترمذي، حدیث: ۲۶۴۶»

ژباړه: څوک چې د پوهې او علم دین او د بشر د دنیوي او اخروي نیکمرغي لپاره لار هواروي بیځایه خبره نه ده، په اسلام کې د علم او پوهې اهمیت په دې کچه دی چې لومړنۍ کلمه چې جبرئیل علیه السلام پیغمبرعلیه السلام ته راکوزوي(اقرأ) ولوله ده.

په اسلامي ښوونو کې علم او پوهه لوړه مرتبه او منزله لري، آن چې: الله جل جلاله د انبیاوو د بعثت موخه تعلیم، پوهه او روزنه اعلان کړې فرمایي: « دالبقرې، سورت: ۱۵۱ آیت»

ژباړه: «تاسو کې مې ستاسو له ډلې یو رسول ورواستاوه ترڅو تاسوته زمونږ آیتونه ولولي او تاسې پاک کړي او کتاب، حکمت در زده کړي او په څه چې نه پوهیږئ هغه درزده کړي.»

د قرآن په بل ایت کې په قلم قسم کوي فرمایي: «د نون، سورت: ۱- ۲ آیتونه »

«قسم په قلم او په هغه څه چې لیکي یې.»

دغه قسم د علم اوچت مقام څرګندونه کوي چې د نړیوالو پالونکی پرې قسم کوي او یو ډول د انسان پاملرنه د هغه ارزښت او ستر مقام ته را اړوي، علم داسې کمال دی چې په هره پیمانه زیات او ډېر کامل رسوخ سره ترلاسه کېږي، د ناوپوهۍ تیارې لرې کوي او ځواکمن نور په ژوند کې راولي. دعلم او پوهې په ډګر کې چې څومره د چا توښه زیاته وي ځواک او پایښت یې هم زیات وي. ددې له امله الله جل جلاله خپل پیغمبر ته امر کوي چې دهغه څخه د لازیات علم غوښتنه وکړي فرمایي: « دطه، سورت: ۱۱۴ آیت»

«ووایه: ای پالونکیه!زما په پوهه کې اضافه وکړه!»

د علم او پوهې په ترلاسه کولو سره د انسان په وجود کې زیات فضیلتونه وده او عروج کوي، د ټولنې د جوړښت لامل ګرځي چې کولای شو د ښه سلوک، مرستې، عدالت، رحمت، امانت پالنې، صداقت، صبر، وفا، شرم ، پاک لمني، قوت، تواضع، سخا، شجاعت او … نوم واخلو.

کله چې دغو اوچتو خویونو د علم او پوهې د زده کړې خصوصاً د اسلامي زده کړې له برکته د انسان په بدن کې ځای ونیسي نو دظلم، جنایت، خرافات، او نورو ناوړه کارونو چې یو ډول زیان رسوي په ټولنه کې نه پاتې کېږي او د باور فضا پیداکېږي او ټول په سوله او ورورګلوي کې ژوند کوي او بالاخره په پای کې د ټولنې د ترقي او پرمختګ زمینه برابرېږي.

علم څه څیز دی؟ علم په لغت کې د جهل ضد دی د پوهیدو، په پوره ډول د یو څیز حقیقت درک کولو په معنا دی او په اصطلاح کې په معنا د معرفت، هغه پېژندنه چې د جهل مخالف ده.

د علم اهمیت او ګټې:

1-        علم د انبیاؤ میراث دی، درهم او دینار یې نه دي میراث کړي، بلکې هغوی علم په میراث پرې ایښی، څوک چې علم زده کړي نو حقیقت کې یې د هغوی میراث د ځان کړی، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: (ان العلماء ورثة النبیاء و ان  الانبیاء لم یورثوا دینارا ولا درهما وانها ورثو العلم فمن آخذ به آخذ                                                                                                                                                 بحظ وافر) «سنن الترمذي، حدیث: ۲۶۸۲»

یقیناً علماء د پیغمبرانو نه میراث وړي، رښتیا چې پیغمبرانو درهم او دینار په میراث کې نه دي پرې ایښي، بلکې علم یې په میراث کې پرې ایښی نو څوک چې ترې واخلي ستره برخه یې واخیسته.

2- یوازنی څیز چې تلپاتې او باقي دی هغه علم دی، مال او شتمني فانی کیدونکی او له مینځه تلونکې ده، لکه چې پیغمبر(ص) فرمایي: (اذا مات الانسان انقطع عمله الا من ثلاث ؛ صدقة جاریة و علم ینتفع به و ولد صالح یدعو له) «صحیح مسلم، حدیث: ۶۱۳۱»

ژباړه: کله چې انسان مړ شي د درې څیزونو پرته د عمل ثواب یې قطع کېږي:

–           جاري صدقه.

–           هغه علم چې ګټه ترې واخیستل شي.

–           هغه اولاد چې دعا ورته کوي او مرتبې به یې پرې اوچتېږي او د درجو د پورته والي نه مقصد الله جل جلاله ته نږدیوالی دی.

3- پوهان د فرښتو په ډله کې دي: الله جل جلاله فرمایلي دي: « د آل عمران، سورت: ۱۸ آیت»  په دې مبارک آیت کې ریښتني پوهان د فرښتو په ډله کې راغلي دي چې دا پخپله په نورو باندې د پوهانو د غوره والي څرګندونه کوي او آیت نه داهم جوتېږي چې د پوهانو امتیاز ددې له امله دی چې د خپل علم په رڼا کې حقایقوته رسیدلي دي او د الله جل جلاله په یووالي معترف دي چې یو ستر حقیقت دی.

4-دعلم حقیقي نسبت الله جل جلاله ته دی او هغه حقیقي معلم او ښوونکی دی ځکه:

الف: آدم علیه السلام ته یې د نومونوعلم ور زده کړ.«دالبقره،سورت: ۳۱ آیت»

ب: داود علیه السلام ته یې زرګري ورزده کړ.«د انبیاء سورت: ۸۰ آیت»

ج: عیسی علیه السلام ته یې کتاب او حکمت زده کړ.«د آل عمران، سورت: ۴۸ آیت»

د: خضر(ع) ته یې علم او معرفت وروښود. «د الکهف، سورت: ۶۵ آیت»

ه : رسول الله صلی علیه وسلم ته یې د نړۍ د جوړښت رازونه وروښودل.

«د النساء سورت: ۱۱۳ آیت»

و : انسانیت ته یې بیان ورزده کړ.«د الرحمن سورت: ۴ آیت»

په ژوند کې د علم او پوهې ځایګی: په کومه کچه چې د انسان علم، خبرتیا او لاسته راوړنې ډیرې وي هومره یې درک، فهم او شعور لوړیږي، او څومره یې چې درک، فهم اوچت وي هومره خپل واقعي، غیر واقعي اړتیاوې، خیر او شر، او دنیکمرغي صحیح تګلوری خورا ښه پیژني، علم او معرفت د انسان ژوند په بیلابیلو فردي، ټولنیز، دنیوي او اخروي اړخونو کې په پوره توګه اغیز لري، ددغه اغیز څه برخې په لاندې ډول یادوو:

۱- د علم کسب یو سړی په ټولنه کې بریالی کوي او د بریا لار یې پرمخ پرانیزي او شخص د ستونزو د پرانیستو لپاره ښه هڅه کولای شي او خپله ټولنه نیکمرغه کولای شي.

2-علم ترلاسه کول یو شخص په مهارتونو او معارفو سمبالوي ترڅو شخص د خپلې ټولنې اړوندو ګټورو کړنو سره آشنا شي او خپله وړتیا او قدرت غښتلی کړي.

3-د شخص ټولنیزه کچه پورته وړي، علم ترلاسه کولو سره ډیری خلک کولای شي د ټولنې د خاص ډول طبقې څخه بلې غوره طبقې ته منتقل شي، له همدی امله علم د اجتماعی ازادي او حریت د راوستلو یو لامل دی، ډیر داسې لږ پیښېږي چې بیسواد وګړي د باسوادو وګړو په څیر د اجتماعي ازادي څخه برخمن وي.

4-څومره چې د انسان علم او خبرتیا زیاته وي هومره یې د نورو سره ستونزه لږ وي، ځکه څومره چې د انسان پوهه اوچته وي هومره یې د نورو د زغملو ځواک پورته وي.

5-یوازیتوب دوزخ دی او مطالعې سره دغه دوزخ په جنت بدلېږي.

6-ښکلا او ښایست په جاموکې نشته، بلکې ښکلا او زینت په علم او ادب کې دی.

د انسان په پرمختګ کې د علم او پوهې اغیزې: د اوسنۍ نړۍ د پرمخ تللو او صنعتي هېوادونو د تمدن او پرمختګ وړانګې چې تر سترګو کېږي هغه دعلم او پوهې لاسته راوړنه ده، د پوهې او مهارت سره مل انسانی ځواک د پراختیا او پرمختګ د ونې ریښه ده، د انساني ځواک په ډګر کې پانګونه ډیره ګټوره او مهمه ده، د صنعتي طرحو د پانګونې څخه د هر ملت راتلونکې د هغه ملت انساني ځواک(پوهان، انجینران، ډاکتران، ماهر کارګران او…) ټاکي. د سواد زده کړه د پراختیا اصلي شرط دی، مدرسه د زده کړې لیکلو، لوستلو برسیره په وګړو کې د پلټنې حس ژوندی کوي، او هغه په اجباري ډول د کورنۍ یا قبیلې تنګ محیط څخه راباسي، شخص دخپلې دنیا څخه متفاوته دنیا کشفوي، یواځې په همدې یو دلیل ده چې مدرسه کولای شي د پراختیا اصلي محرک او د وروسته پاتې کېدو او فقر د مخنیوي لامل اوسي.

کوم ملت چې د سواد او پوهې له نعمت څخه محروم وي تل به د پرمختللو او باسواده هېوادونو لاس لاندې وي، خرافات، موهومات، ړانده تقلیدونه، فقر، لوږه، ډول ډول بیماریو خپریدل، باطلو عقیدو، ناوړه موخو شتون ډیر زیات په هغو خلکو کې پیداکېږي چې د سواد او فرهنګ له نعمت څخه بې برخې وي.

اسلام یو نړیوال دین دی، داسې ټولنه او حکومت غواړي چې د هرې لورې ناپیلی، د پردیو څخه بې پروا وي، یعنې غوره ډاکټر، انجینر، درمل جوړونکی، ځمکه پیژند او … ولري او خورا سمبال پوهنتون، د څیړنې، علمي او دفاعي پرمختللو توکو څخه برخمن وي، ترڅو وکولای شي د ډېرو سیالانو په منځ کې سرلوړی ولري، بغیرله دې تجربې ښودلې، کوم ملت چې د اړتیا لاس بل ملت ته اوږد کړی، هرومرو دهغه د نفوذ او ارادې محکوم به وي او برخلیک به یې د همغه ځواکمن ملت په لاس کې وي.

نو ددې لپاره چې مونږ یوه سرلوړې، پتمنه او نا پیلې ټولنه ولرو او پردیوته لاس اوږد نه کړو او خپل ټول ټولنیز، فردي کړاوونه، اړتیاوې چې د پوهې او فرهنګ پورې تړاو لري د پوهې پرمټ او په خپل لاس لرې کړو او ترسره یې کړو، باید د ټولو بشري ګټورو زده کړو ترلاسه کولو لپاره زیار وباسو او د اړتیا وړ علومو، یعنې ټولو څانګوکې متخصص او غښتلي وګړي ولرو.

د بېسوادۍ زیانونه: د انسان یوه اړتیا زده کړه او تعلیم دی، لکه څنګه چې ښکاره ده انسانان باید د زده کړې لپاره سواد ولري، ترڅو بېلابېل مهارتونه او حرفې زده کړي، دامنل شوې خبره ده چې هرڅوک پرمختګ خوښوي، خو دا هله کېدای شی چې سواد زیات شي، سواد لرونکی کسان نشي دوکه کېدای، سواد لرونکي ملتونه ډیر کم د پردیو تراغیز لاندې راځی، بیسواد خلک د ژوند په ټولو څانګو کې نوروته اړ وي او دغه هراړخیزه اړتیا د ماتې لامل ګرځي او تل به لاس په نامه وي او معمولاً د ټولنې ټیټ او سپکه بوختیا باندې اخته وي، او ګوښې، منزوي او نورو سره د اړیکونیولو وس نلري، بیسواده خلک د ړندو یا کم دید په څېر وي چې لیدل نشي کولای، نور(روښنایي) او تیاره ورته یوشان وي، رحمن خدای په قرآن شریف کې فرمایي: « دالزمر، سورت: ۹ آیت»

«آیا هغه کسان چې پوهېږي د هغو کسانو سره یوشان دي چې نه پوهېږي؟ »

بې سوادي یو اساسي اجتماعي مشکل دی، د یو هېواد په اقتصاد، سیاست او کلتور باندې نیغ په نیغه اغیز او زیان لري، څیړونکو او پوهانو د بې سوادي زیانونه داسې بیان کړي دي:

1- بېسوادي د بوختیاوو د محدویت موجب ګرځي.

2- زمونږ د هېواد ډیرې بېسواده بوډاګان(لوړعمر لرونکي) د اقتصاد له پلوه ښه وضعیت نلري.

3 – بېسوادي د یو فرد د شخصي ژوند او دهغه د کورنۍ د ژوند په پرمختګ کې د ځواک د کمزورتیا لامل ګرځي.

4 – بېسواده خلک د زده کړې په اړه د خپلو ماشومانو مرسته نشي کولای او هغوی لپاره ښه لارښود نشي کېدای.

5 – د میندو او ماشومانو د مړینې د شمېر زیاتوالی په هغو هېوادونو کې دی چې د سواد ارزښت په ډېره ټیټه کچه کې دی، په خواشینۍ سره چې افغانستان هم په کې شامل دی.

6-اقتصادي ستونزې، فقر، اوږدې جګړې، سیاسي بې ثباتي، حزبي پریمانه ګډوډي، ژبني، سمتي او قومي ګډوډي د بېسوادۍ کړغیړن میراث دی.

 

په ټولنه کې د بېسوادي د پیداکېدو لاملونه:

الف: اوږده جګړه چې د ښوونځیو او مدرسو د تړلو لامل کېږي.

ب : د اولیاؤ له لورې د خپلو ماشومانو تحصیل او تعلیم ته نه پاملرنه.

ج : په سختو کارونو کې د ماشومانو ګمارل.

د : سواد زده کړې ته د ماشومانو نه هڅول او ترغیب.

ه : د چارواکو نه پاملرنه ښوونځیو او مدرسوته.

و : طلاق او د مور او پلار ترمنځ بیلتون.

ز : په نشه یي توکو باندې د والدینو روږدي کېدل.

د بېسوادي د لمنځه وړلو لارې چارې:

-: د وګړو لپاره په بیلابیلو عمرونوکې د ابتدایي(لومړنیو) زده کړوعامولو لپاره هڅه.

– : زده کړه ییزو مرکزنو او ښوونځیوته د ماشومانو او تنکیو ځوانانو هڅولو په موخه د علمي اغیزمن پلان جوړول او د مدیریت پلي کول.

– : وړو تدریسي تګلورو څخه ګټه اخیستنه، ترڅو لا زیات ماشومان وهڅول شي.

– : د ولایتونو، ولسوالیو او بانډو په کچه د سواد زده کړې کورسونو او تعلیمی ځایونو زیاتول.

– : د زده کړه ییزو مناسبو موادو او محتویاتو برابرول او په وړیا ډول د اړو خلکو په واک کې ورکول.

– : دعمومي او جدي ارادې رامنځته کېدل، چې بېسواده کسانوته زده کړه او سواد باید وښودل شي.

پایلیزه: علم او سواد په یوهېواد کې زیات اهمیت لري خصوصاً زموږ په ګران هېواد سرلوړي افغانستان کې چې د وروستیو لسیزو په ترڅ کې د ناخوالو او جګړو سره مخامخ شوی وو او په یو ډول له دغه الهي نعمت او ډالۍ څخه محروم وو، البته د یولړ شمېرنو له مخې ددې هېواد کابو ۳۰ سلنه خلک باسواد او ۷۰ سلنه خلک د سواد له نعمت څخه محروم دي، له همدي امله د ټولنې وګړي دنده لري چې دغه بحران چې ددې هېواد ملت او خلک یې نا آرامي او فقرته اړ ایستي خنثی کړي.

 

ماخذونه:

– قرآن کریم.

– سنن الترمذي، حدیث شمېره : ۲۶۴۶)

– سنن الترمذي، حدیث شمېره : ۲۶۸۲)

– صحیح مسلم، حدیث شمېره : ۶۱۳۱)

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *