افغانستان
په هلمند کې د یوه سړک د رغولو چارې بشپړې شوې
د هلمند سیمه ییز مسئولین وايي چې د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۳ کیلو متره سړک د رغولو چارې بشپړې شوې دي.
د هلمند سیمه ییز مسئولین وايي چې د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۳ کیلو متره سړک د رغولو چارې بشپړې شوې دي.
د ګرمسیر ښاروال معصومي د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې د یادې ولسوالۍ په صفار سیمه کې د یادې ښاروالۍ له پرمختیايي بودجې څخه د یو میلیون ۷۲۲ زره ۳۸۰ افغانیو په لګښت د۱۳۲۵۰ کیلومتره سړک د کرېړاچونې چارې بشپړې شوې دي.
ورته مهال د سیمې اوسېدونکو د بشپړې شوې پروژې څخه خوښي ښودلې او له اړوندو مسئولینو څخه یې د ورته نورو پروژو د پلي کولو غوښتنه کړې.