افغانستان

وزارت خارجه: اسلامي امارت له هغو بنسټونو ملاتړ کوي چې د افغانستان د پرمختګ لپاره کار کوي 

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت سياسي معین شېر محمد عباس ستانکزي په افغانستان کې د بې پولې ډاکترانو(MSF)  له عمومي رئيس فيليپي ريبيرو سره وکتل.

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت سياسي معین شېر محمد عباس ستانکزي په افغانستان کې د بې پولې ډاکترانو(MSF)  له عمومي رئيس فيليپي ريبيرو سره وکتل.

په دې کتنه کې ريبيرو د بې پولې ډاکترانو له عمومي اهدافو، په افغانستان کې د دوی له فعاليتونو، کاري ساحو او وړاندې شويو خدمتونو څخه يادونه وکړه او ویې ویل چې په روان ۱۴۰۲ ه.ل کال کې تر ۷۰۰ زره پورې افغانانو ته په بېلابېلو برخو کې روغتيايي خدمات وړاندې کړي او د يادو مرستو په رسولو کې د

اسلامي امارت له همکارۍ مننه وکړه.

نوموړي همدارنګه له بهر څخه د درملو په رالېږد او هم له هوايي لارې د ناروغانو په لېږد کې له ځينو ستونزو څخه هم يادونه وکړه.

ورته مهال عباس ستانکزي په افغانستان کې د (MSF) خدمتونه وستايل او د يادې لړۍ د پراختيا او دوام د غوښتنې ترڅنګ یې د شته ستونزو د هواري ژمنه وکړه او زياته يې کړه چې هر هغه نهاد چې د افغانستان د بهبود لپاره کار کوي، د بهرنيو چارو وزارت له ټولو سره بشپړې همکارۍ ته ژمن دی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *