افغانستان

د لوګر ولایت د سرخاب بند د ساتنې او مراقبت پروژه پرانیستل شوه

نوموړې پروژه د اوبو او انرژي سرپرست وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور، د لوګر ولایت والي مولوي ضیاءالرحمن مدني، د اسلامي امارت لوړپوړو مسئولینو، قومي مشرانو او د لوګر ولایت د ګڼ شمیر اوسیدونکو په شتون کې پرانیستل شوه او عملي چارې یې پیل شوې.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د نوموړې پروژې د پرانیستې پر مهال وویل، چې د اسلامي امارت مشران په پوره ژمنتیا او د مسئولیت پذیري له احساس سره شپه او ورځ هڅه کوي ترڅو له ولس سره خپلې کړې ژمنې عملي کړي.
په ورته مهال، د لوګر ولایت والي مولوي ضیاءالرحمن مدني په دغو مراسمو کې د سرخاب بند د ارزښت په هکله خبرې وکړې او له خلکو څخه یې وغوښتل، چې د نوموړي بند د ساتنې او مراقبت په برخه کې د اوبو او انرژي له وزارت سره همکاري وکړي.
همدارنګه، د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس مولوي محمد اسماعیل آخندزاده او د یاد ولایت یو شمیر قومي مشرانو په لوګر ولایت کې د اوبو او انرژي وزارت له لوري د روانو پروژو په هکله په لنډه توګه خبرې وکړې او د یاد وزارت کړنې یې وستایلې.
د یادونې وړ ده، چې د سرخاب ذخیروي بند د لوګر ولایت په محمد آغې ولسوالي کې موقعیت لري، چې د 25 مترو په لوړوالي او 135 مترو په اوږدوالي سره د 9 میلیون متر مکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري او شاوخوا درې زره (3000) هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *