افغان او چینايي لوري پر دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو خبرې کړې
چین کې د اسلامي امارت سفیر بلال کریمي د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د اسیایي څانګې له مشر سره لېدلي او پر دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي موضوعاتو یې خبرې کړي دي.
چین کې د اسلامي امارت سفیر بلال کریمي د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د اسیایي څانګې له مشر سره لېدلي او پر دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي موضوعاتو یې خبرې کړي دي.
چین کې د افغانستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې د لیو جېنسونګ له قوله لیکلي چې، د افغانستان او چین ترمنځ په دوه اړخیزو اړیکو کې هېڅ ستونزه نشته او د لا پیاوړي کېدو لپاره یې ګډ کار روان دی.
د خبرپاڼې له مخې، لیو جېنسونګ په دغه لېدنه کې ویلي چې چینایي شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته لیواله دي.
ښاغلي بلال کریمي په
دې لېدنه کې واخان دهلیز د دواړو هېوادونو ترمنځ مهم ټرانزیټي او سوداګریز مسیر ګڼلی او زیاته کړې یې ده چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې چینایي شرکتونو لپاره د پانګونې فرصت برابر شوی دی.
هغه ویلي چې د سیمې امنیت د افغانستان امنیت پورې تړلی دی او په خبره یې چې سرپرست حکومت د سیمې په ټولو هېوادونو کې د ثبات غوښتونکی دی.