افغانستان

د عامې روغتیا وزارت سرپرست: هڅه کوو، چې په هېواد کې د پوليو ناروغۍ په بشپړ ډول له منځه يوسو

د عامې روغتیا وزارت چارواکو يو ځل بيا په هېواد کې په بشپړ ډول د پوليو ناروغۍ د له منځه وړلو په موخه د هڅو خبر ورکړی دی.

د عامې روغتیا وزارت چارواکو يو ځل بيا په هېواد کې په بشپړ ډول د پوليو ناروغۍ د له منځه وړلو په موخه د هڅو خبر ورکړی دی.

د دغه وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد د پولیو د له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز له مسئولینو سره په همدې موخه ناسته ترسره کړه.

په دې ناسته کې د پولیو د له منځه وړلو پر بنسټیزو ستراتېژیو او پلانونو بحث او خبرې وشوې.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست په دغه ناسته کې ډاډ ورکړ، چې هڅه کوي؛ ترڅو د نړیوالو شریکانو په ملتیا د پولیو ناروغي په ټول هېواد کې هر څومره چې ژر ممکنه وي، له منځه یوسي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *