گزارش

بلخ کې د درېیم صنعتي پارک استنادي دېوال او واټونو د رغولو چارې پیل شوې

په بلخ کې د صنعت او سوداګرۍ ریاست اړوند د بلخ باستان د درېیم صنعتي پارک د استنادي دېوال او واټونو د رغولو چارې د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې دي.

 

په بلخ کې د صنعت او سوداګرۍ ریاست اړوند د بلخ باستان د درېیم صنعتي پارک د استنادي دېوال او واټونو د رغولو چارې د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې دي.

د صنعت او سوډاګرۍ وزارت د صنعتي پارکونو آمر انجنیر ریاض الحق ریاض وویل، چې ۴ زره جریبه ځمکه د مزارشریف      ښار د حیرتانو د دوه لارې په سیمه کې د سوډاګرو په واک کې ورکړل شوې چې په لومړي پړاو کې پر ۲۴۴ جریبه ځمکه کې د صنعتي پارک لومړني کارونه چې پکې ۳،۶ کیلومتره  استنادي دېوال او ۱۰ کیلو متره سړک د رغونې  پروژه شامله ده، چې چارې به یې په ۶ میاشتو کې بشپړې شي او پاتې نورې ځمکې د سوداګریز مرکز او بېلا بېلو لویو فابریکو د جوړولو لپاره ټاکل کېږي.

د بلخ مرستیال والي حاجي مولوي نورالهادي ابو ادریس وویل چې یو کال وړاندې د نوي صنعتي پارک لپاره همدا ساحه ټاکل شوې وه او اوسمهال د دغه پروژې عملي چارې پیل شوې او دا د صنعت کارانو لپاره یو لوی وياړ او لاسته راوړنه ده.

په ورته وخت کې د بلخ د صنعت او سوډاګرۍ رییس قاري امیرخان متقي وايي، چې په یاد ولایت کې دا درېیم صنعتي پارک دی چې د سوداګرو په واک کې ورکول کېږي، ترڅو خپلې چارې پرمخ بوځي.

همداراز د صنايعو او کانونو رييس امام الدين سنايي زاده د اسلامي امارت له مسوولینو څخه مننه وکړه او ویې ویل، چې دغه صنعتي پارک کولای شي د سوداګرو زیاتې ستونزې هوارې کړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *