افغانستان

مهاجر فراهي، روسیې ته د خپل وروستي سفر جزئیات له رسنیو سره شریک کړل

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتي چارو معین او د هرات مرستیال والي مهاجر فراهي، پرون د یوې خبري غونډې په ترڅ کې، روسیې ته د خپل وروستي سفر جزئیات له رسنیو سره شریک کړل.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتي چارو معین او د هرات مرستیال والي مهاجر فراهي، پرون د یوې خبري غونډې په ترڅ کې، روسیې ته د خپل وروستي سفر جزئیات له رسنیو سره شریک کړل.

د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ مهاجر فراهي په همدې مناسبت کابل کې جوړه شوې غونډې ته وویل: د روسیې فدراتیف هېواد په رسمي بلنه، د «سن پترزبورګ په نهم نړیوال فرهنګي فورم کې» د ګډون په موخه، د افغانستان اسلامي امارت په استازیتوب روسیې ته تللي وو.

فراهي زیاته کړه چې یاد فورم بېلابېلې برخې درلودې چې پکې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وینا وکړه او د افغانستان په استازیتوپ هم پکې دوه رسمي ویناوې شوې دي.

د مهاجر فراهي د معلوماتو له مخې؛ د «سن پترزبورګ په نهم نړیوال فرهنګي فورم کې» د افغانستان له لوري وویل شول چې باید د زور او فشار له لارې د ملتونو او ولسونو د عقیدې، کلتور او عنعناتو د بدلولو هڅې ونشي؛ بلکې د دغو ارزښتونه پوره درناوی وشي.

هغه د خپلو خبرو په پای کې، روسیې ته سفر او په یاد فورم کې د افغان پلاوي ګډون، له لاسته راوړنو ډک وباله او زیاته یې کړه چې د نړۍ په کچه د دغه شان غونډو جوړول، د دې څرګندوي کوي چې اوس هم نړیوال دا غوښتنه او لېوالتیا لري چې له افغانستان سره خپلې اړیکې وساتي او د افغانانو پر کلتور او عنعناتو باندې ځان پوه کړي.

د یادونې وړ ده چې، په یاد درې ورځني فرهنګي فورم کې چې د روان مالي کال د لړم له ۲۵مې څخه تر ۲۸مې پورې جوړ شوی و؛ د نړۍ د ۴۱ هېوادونو د وزیرانو په کچه، استازي رابلل شوي وو .

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *