افغانستان

۶۸ زره جریبه دولتي ځمکه له غصب څخه خلاصه شوې ده

عدلیې وزارت د هېواد په اتو ولایتونو کې تېره میاشت له غصب څخه د څه باندې ۶۸ زره جریبه دولتي ځمکې د خلاصولو خبر ورکوي.

عدلیې وزارت د هېواد په اتو ولایتونو کې تېره میاشت له غصب څخه د څه باندې ۶۸ زره جریبه دولتي ځمکې د خلاصولو خبر ورکوي.

دغه وزارت په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د هېواد په ۸ ولايتونو کې د ځمکو د غصب د مخنيوي تخنيكي هيئتونو د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د مياشتې په اوږدو کې کابو ٦٨ زره او ۹۱۴.۳۷۵ جریبه ځمکه تثبیت څخه وروسته بېرته راګرځولې کړې او اړوندو ادارو ته يې تسليم کړې ده.

یاد وزارت زیاته کړې چې دغه راز د ځمکو د غصـب د مخنيوي تخنیکي هیئتونو د هېواد په ۲۰ ولايتونو کې د يادې مياشتې په اوږدو کې کابو ١٣٦ زره او ۶۵۸.۹۰۱ جريبه ځمکه تثبيت کړې او کابو ۳۷۱ زره او ۱۴۷.۸۲۴ جریبه نـــوره ځمکه هم په ولایتونو کې تر څېړنې لاندې نيولې ده.

د دغه وزارت په وینا د وروستۍ مياشتې په اوږدو کې تر ټولو زياتې استرداد شوې ځمکې په میدان وردګو، زابل او کندهار ولايتونو کې موقعیت لري.

باید وویل شي چې د دولتي ځمکو د څېړنې، تثبیت  او بېرته راګرځولو بهیر په ټولو ولايتونو کې دوام لري او د زرګونو جريبه غصب شويو دولتي ځمكــــو دوسیې، د ولايتونو د ځمکو د غصب هیئتونو تر څېړنو لاندې دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *