افغانستان

عمان هېواد د زلزله ځپلو سره شاوخوا ۸۰ ټنه ټوکي مرسته کړې

د عمان هېواد د الهیئة العمانیه الخیریه مرستندویه بنسټ د مشر بدر محمد علي الزعابي له لوري د هرات په خواجه عبدالله انصاري نړیوال ډګر کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص او د افغاني سرې میاشتې ځایي مسئولینو ته د ۲۵۵ زره او ۶۰۹ عماني ریالو په برابر شاوخوا ۸۰ ټنه مرسته سپارلې.

د عمان هېواد د الهیئة العمانیه الخیریه مرستندویه بنسټ د مشر بدر محمد علي الزعابي له لوري د هرات په خواجه عبدالله انصاري نړیوال ډګر کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص او د افغاني سرې میاشتې ځایي مسئولینو ته د ۲۵۵ زره او ۶۰۹ عماني ریالو په برابر شاوخوا ۸۰ ټنه مرسته سپارلې.

یاده مرسته په دې وروستیو کې په سعودي عربستان کې د افغاني سرې میاشتې د سرپرست رییس او د عمان د مرستندویو بنسټونو ترمنځ د لیدنې پر بنسټ افغانستان ته د عمان هېواد د بشري مرستو لومړۍ جوپه بشري مرسته ده، چې د هوا له لارې د هرات هوایي ډګر ته راغلې ده. دغه مرسته کې ۲۰ ټنه اوړه، اوه ټنه سوجي اوړه، ۲،۵ ټنه د جوارو غوړي، پینځه ټنه بوره، ۱۵ ټنه درمل، د دوه زره کیلو په وزن فرشونه  د ۲۱ زره او ۵۰۰ کیلو په وزن خیمې او نور تکه باب توکي، د پینځه زره کیلو په وزن د پخلنځي توکي شامل دي.

د یادې مرستې د ترلاسه کولو پر مهال مولوي مطیع الحق خالص د عمان هېواد د الهیئة العمانیه الخیریه بنسټ څخه مننه کړې، چې په سخت وخت کې یې افغاني سرې میاشتې ته د مرستې لاس ورکړی.

نوموړي ویلي؛ افغاني سرې میاشتې په هرات کې د وروستۍ زلزلې له لومړۍ ورځې تر اوسه هڅه کړې له نړیوالو مرستې راجلب کړي او په دې اړه به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

ښاغلي خالص زیاته کړې؛ مونږ په بهرنیو مرستو کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو د رالېږد منندوی یو، خو هیله مو دا ده، چې نړیوال مرستندوی بنسټونه زلزله ځپلو کورنیو ته د کورونو د جوړښت په برخه کې د افغاني سرې میاشتې لاسنیوی وکړي، ترڅو افغاني سره میاشت وتوانېږي د ژمي د سړو له راتګ وړاندې زلزله ځپلو کورنیو ته کورونه چمتو کړي او له سړو یې وژغوري.

بدر محمد علي الزعابي خوښي ښودلې، چې د افغاني سرې میاشتې په هڅو دوی وتوانیدل په هرات ولایت کې زلزله ځپلو ته مرستې راوړي او د زیانمنو په لاسنیوي کې برخه ولري.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *