افغانستان

د کابل عاجل ابن سينا روغتون کې د غوږونو د درملنې څانګه پرانیستل شوه

د پلازمېنې کابل ښار اړوند په عاجل ابن سینا روغتون کې پرون د لومړي ځل لپاره د غوږونو د درملنې (ایډیولوژي) څانګه او د اکسیجن د تولید دستګاه جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د پلازمېنې کابل ښار اړوند په عاجل ابن سینا روغتون کې پرون د لومړي ځل لپاره د غوږونو د درملنې (ایډیولوژي) څانګه او د اکسیجن د تولید دستګاه جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین مولوي محمد اسحاق صاحبزاده د یادو څانګو د پرانیستې په مراسمو کې وویل، د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي، چې د درملنې په برخه کې ولس د نورو له احتیاج څخه خلاص کړي.

په ورته وخت کې د عاجل ابن سینا روغتون رئيس دوکتور ګلاب ګل ځدراڼ د یادو څانګو په پرانیستل کېدو د خوښي څرګندولو ترڅنګ  د ګلبهار ښېګڼیز بنسټ څخه هم مننه وکړه، چې د غوږونو د درملنې څانګې د جوړولو او همدارنګه د خوړنځي د بیا رغونې په برخه کې یې مالي مرسته کړې.

د عاجل ابن سینا د اکسیجن تولید دستګاه پر جوړولو ۲ میلیونه افغانۍ او د غوږونو د درملنې پر مرکز او د خوړنځي په بیا رغونه کابو ۳ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چې له دې جملې څخه ۲ میلیونه افغانۍ یې د یاد روغتون له داخلي بودیجې او پاتې پیسې يې د ګلبهار ښېګڼیز بنسټ له لوري ورکول شوې دي.

د دغه ښېګڼیز بنسټ ویاند محمد عمر ځواک وویل چې دوی به له روغتیايي سکټور سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او په راتلونکي کې به د هېواد پر کچه د یوه ستر روغتون پرانیسته هم وکړي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د عاجل ابن سینا په روغتون کې د اکسیجن د تولید دستګاه او د غوږونو د درملنې مرکز شتون نه درلود، چې له کبله یې د دغه روغتون ډاکټران او ناروغان له ستونزو سره مخ وو.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *