افغانستان

داقتصاد وزارت: په بېلابیلوبرخو کې د بېوزلۍ د کچې د راټیټولو لپاره  پرمختګونه شوی دي

داقتصاد وزارت مسئولین وایي،په افغانستان کې دفقر له منځه وړلولپاره  د مختلفو وزارتونو په همکارۍ په تدریجي ډول د کورنۍ ناخالص تولید  د ودې او ثبات لپاره  دکرنې،صنعت، سوداګرۍ  او کانونو سکټورنو ته د کارموندني او کورنۍ تولید د اصلی محرکینو په توګه  د لومړیتوب ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې د کورنیو او بهرنیو پانګووالو هڅول د صادراتو پراختیا او دسیمه ایز اتصال برخې ته پوره پاملرنه شويده. داقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب انیس ورځپانې  خبریال ته په ځانګړې مرکه کې وویل: د هېواد اقتصادي لومړیتوبونو مطابق په ملي کچه  په بېلابېلو سکټورنو کې لوی اقتصادي او زیربنایي پروژي تطبیق او عملې شي چی دخلکو لپاره د کار او روزګار فرصتونه برابر شي او د بیوزلۍ د کچې د ټیټیدو او هیواد کې د اقتصادي ثبات لامل به وګرځئ.

همداشان نوموړي زیاته کړه، بېوزلې  د  یوې ناوړي اقتصادي پدیدې په توګه زموږ په ټولنه کې مخکینۍ ریښه لري او دکالونو راهیسي زمونږ دهیوادوالو پر اقتصادي او ټولنیزژوند منفی اغیزې  پریښې دي. هیواد مو له څو لسیزو راهیسې جګړو ځپلی، چې اکثره یې د بهرنیو قدرتونو له خوا تحمیل شوي په هیواد کې د اقتصادي فقر اصلي عوامل،کاري فرصتونه اقتصادي زیربناوونشتوالي،ټیټه اقتصادي وده، اقلیمي بدلون،دکرنې اومالدارۍ سکټورزیانمنتیا  څه دپاسه دووکلونو راپه دیخوا ، دبهرنیانو لخوا په بانکې سیسټمونو د محدودیتونو لګول، د هیواد د بهرنیو اسعارو زیرمو  کنګل کېدل، او د نړیوالې ټولنې لخوا د پراختیایي مرستو دریدل، په مستقیم ډول یې د ملي  اقتصاد مهم شاخصونه اغیزمند کړي  چی د بیوزلۍ او بیکارۍ د کچې د لوړیدو سبب هم شوي دي.

اوسمهال د فقر د کچې په اړه دقیق ملی ارقام نشته خود نړیوال بانک لخوا په  ۱۳۹۵هجري شمسي کال کې کومه سروې چې شوي وه افغانستان کې د فقر کچه ۵۴.۴ سلنه تثبیت کړی وروسته د ملګرو ملتونو یو شمېر دفترونو لخوا کومې څیړنې چې شوي  په خپلو راپورنو کې یې د ۱۳۹۷ څخه تر ۱۳۹۹ کال پورې د فقر کچه د ۶۰ څخه تر ۹۰ سلنې پورې  وړاند وینه شوی وه.

داقتصاد وزارت ویاند زیاته کړه: له اقتصادي اړخه  فقر یا بې وزلي هغه حالت دی چې په هغه کې یو شخص د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره کافي مادي شتمني یا عاید ونلري.

فقر بېلابېل  ټولنیز، اقتصادي او سیاسي لاملونه او اغیزې لري. په عمومي ډول  دوه اساسي معیارونه دفقر دارزونې لپاره  کارول کېږي.

لومړي مطلق  فقر یا بې وزلۍ، چې عاید د لومړنیو شخصي اړتیاوو لکه خواړه، جامې او سرپناه د پوره کولو لپاره د اړتیا سره پرتله کوي. دویم نسبي  فقر یا بې وزلي هغه وخت اندازه کېږي کله چې یو شخص په ورته وخت او ځای کې د نورو په پرتله د ژوند لږترلږه معیارونه نشي پوره کولی.

د نسبي بې وزلۍ تعریف له یو هیواد څخه بل هیواد ته یا له یوې ټولنې څخه بلې ټولنې ته توپیر لري

حبیب زیاته کړه، د نړیوال بانک د راپور له مخې، د نړۍ په کچه ۴۰سلنه څخه ډیر بې وزله  وګړي په جګړه ځپلو هیوادونو کې ژوند کوي.

سمیع الله مومند – اطلاعات

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *