افغانستان
ننګرهار کې استنادي دېوال د جوړولو چارې پيل شوې
د ننګرهار ولایت په کامې ولسوالۍ کې د ۳۵ زره او ۹۴۹ امریکایي ډالرو په ارزښت د یوه استنادي دېوال د جوړولو چارې د ننګرهار سیندیزې حوزې مسئولینو، د کامې مرستیال ولسوال او یو شمېر قومي مشرانو په شتون کې پيل شوې.

دغه دېوال ۶۸۰ متره اوږدوالی لري او چارې یې د UNDP سازمان په مالي ملاتړ د ننګرهار سیندیزې حوزې په همکاري پرمخ وړل کېږي.
د دغې پروژې چارې به د درې میاشتو په موده کې بشپړې شي او پکې ګڼ شمېر کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده. همداراز د ننګرهار سیندیزې حوزې مسئولینو د یاد ولایت د پچیراګام ولسوالۍ اړوند د سلیمانخیلو اګام تنګي سروې د بند جوړولو په موخه ترسره کړې.