اقتصاد وزارت؛ د زلزلې قربانیانو ته د مرستې په اړه ګډه ناسته ترسره شوه
داقتصاد وزارت مسئولینو د کورنیو او بهرنیو غیر دولتي موسسو له مشرانو سره هرات ولایت کې د زلزلې له امله خلکو سره د بشري مرستو او کمکونو د چټکتیا په موخه غونډه تر سره کړه . غونډه چې تېره ورځ جوړه شوي وه، د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر الحاج قاری دین محمد«حنیف»
داقتصاد وزارت مسئولینو د کورنیو او بهرنیو غیر دولتي موسسو له مشرانو سره هرات ولایت کې د زلزلې له امله خلکو سره د بشري مرستو او کمکونو د چټکتیا په موخه غونډه تر سره کړه . غونډه چې تېره ورځ جوړه شوي وه، د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر الحاج قاری دین محمد«حنیف»
، مالي او اداري معین مولوي محمد عالم «جمیل» ، غیر دولتي بنسټونو د فعالیتونو د همغږۍ رئیس مفتي عبدالسلام «اشرفي»، د اقتصاد وزارت یو شمېر رئیسانو او د رسنیواستازو ګډون درلود.
د کورنیو او بهرنیو غیردولتي بنسټونو د مسئولینو او د ملګرو ملتونو سازمان یو شمېر دفترونو د استازوسره د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ کې د زلزله ځپلو خلکو سره د بشري مرستو او لاس نیوي د چټکتیا په موخه خبرې تر سره شوي.
د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاری دین محمد»حنیف» هرات ولایت کې د زلزلې له قربانیانو سره خپله خواخوږي او همدردي څرګند کړه، دپېښې شهیدانو ته یې د لوی خدای ج له درباره څخه جنت الفردوس ، مجروحینو ته کامل صحت او خوا ښوګو او کورنیو ته یې د جمیل صبر او عظیم اجر دعا وکړه او له ټولو کورنیو او بهرنیو مرستندویه موسسو څخه یې وغوښتل چې په بېلابېلو برخو کې اولیه کمکونه او د بشردوستانه مرستو او د چټکتیا په برخه کې د اسلامي امارت د وزارتونو او ادارو سره په همغږي زیانمن شوو خلکو سره پوره همکاري وکړی.
د غېر دولتي بنسټونو د فعالیتونو د انسجام رئیس مفتي عبدالسلام اشرفي د پېښې د څرنګوالي او د رامنځته شویو زیانونو په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، چې لومړنۍ احصاییه او شمېرې ښکاره کوي ، چې شاوخوا ۳۰۰۰ کورنۍ زیانمنې شوې دي. په پېښه کې له ۱۳ څخه تر ۱۵ پورې کلي ويجاړ شوي، اوس مهال د پېښې له ځايه د سلګونو شهيدانو جنازې او ټپيان را ايستل شوي دي او شواهد ښيي چې تر خاورو او خټو لاندې لا زيات قربانيان بند پاتې دي چې د بېلابېلو ادارو او وزارتونو ټیمونو له خوا په ساحه کې کار جریان لري تر څو خلکو سره لازمې مرستي وکړی.
اشرفي وایي:په کار ده چې د غیر دولتي موسسو له خوا زیانمنو وګړو سره د لومړني مرستې لکه خوراکي توکو، خیمې او پوشاک ، د څښاک صحي اوبه، روغتیايي خدمات او دارو برابر کړي او په راتلونکي کې د کورونو او د اوبو رسولو د شبکو په جوړولو او د متضررینو لپاره د لومړنیو خدمتونو په برابولو او لازمو تسهیلاتو په برخه کې همکارۍ ته آمادګی ولري.
په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د دفترونو او د کورنيو او بهرنيو غيردولتي بنسټونو ( انجو ګانو) مسئولينو، اقتصاد وزارت رهبرۍ ته په هرات ولايت کې د زلزلې زيانمنو ته د خپلو فعاليتونو او بشري مرستو رسولو په هکله معلومات ورکړل او د لازمو مرستو د چټکتیا په هکله یې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.
سمیع الله مومند- اطلاعات