افغانستان

د هېواد په غربي حوزه کې د زلزلې د تلفاتو په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

په ډيره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې نن ورځ په هرات، بادغیس او ځینو نورو ولایتونو کې د زلزلې له امله زموږ یو شمیر هیوادوالوته ځاني او مالي زیانونه واوښتل.

 

په ډيره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې نن ورځ په هرات، بادغیس او ځینو نورو ولایتونو کې د زلزلې له امله زموږ یو شمیر هیوادوالوته ځاني او مالي زیانونه واوښتل.

د افغانستان اسلامي امارت د دې غمجنې پيښې ټولو شهیدانو ته جنة الفردوس او ټپيانو ته عاجله شفا غواړي او د تلف شوو کورنیو خپلوانو ته د زړه له کومې تسلیت وړاندې کوي.

له الله تعالی څخه غواړو چې زموږ خلک نور په خپل حفظ او امن کې وساتي، د پيښو زیانونو نعم البدل ورکړي او په راتلونکي کې د داسې مصیبتونو څخه نجات ومومي.

د اسلامي امارت ټولو نظامي او اړوندو خدماتي ارګانونوته لارښونه کوو چې په عاجله توګه د پيښې ځای ته ځانونه ورسوي، روغتونونوته د ټپيانو د انتقال وسائل برابر کړي، بې سرپناه شوو کورنیوته د سرپنا او خوراکي توکو د رسولو په برخه کې عاجل اقدامات کړي.

همدا ډول امنیتي ارګانونه باید د پيښې د لا پاتې قربانیانو د را ایستلو او نجات لپاره خپل ټول ځمکني او هوايي امکانات وکاروي.

ورسره له خپلو شتمنو هیوادوالو څخه غواړو چې له خپلو مصیبت ځپلو وروڼو سره هر ډول ممکنه همکاري او کومکونه وکړي. والسلام

د افغانستان اسلامي امارت

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *