افغانستان
اسلامي امارت په پاکستان کې وروستي بریدونه وغندل
افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت، په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې وروستي بریدونه وغندل.
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت، په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې وروستي بریدونه وغندل. د بهرنیو چاروزارت په خپور شوي پیغام کې لیکل شوي دي: “د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په بلوچستان او خیبر پښتونخوا ایالتونو کې د میلادالنبي صلی الله علیه وسلم د نمانځنې په مراسمو او جمعې په لمانځه کې وروستي بریدونه غندي او متضرره کورنیو ته د تسلیت په وړاندې کولو سره له هغوی سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوي، شهیدانو ته د فردوس جنت او زخمیانو ته د عاجلې شفا دعا کوي.” د راپورونو له مخې، په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې په بریدونو کې څه د پاسه ۵۰ تنه وژل شوي او لسګونه تنه نور ټپيان شوي دي.