گزارش

روسي کمپنیو هم د افغانستان د زمردو د کانونو په استخراج کې د  پانګونې خواست وکړ

په افغانستان کې چې دا وخت د کانونو د کيندنو استخراج او پروسس کولو په لړ کې په ملي او نړیواله کچه د تړونونو د لاسلیک کولو او په بېلا بېلو کاني داوطلبۍ یو کې د ګډون کوم کمپاین پیل شوی دی او هره ورځ د کانونو او پټرولیم د سرپرست وزیر سره په دې اړه ناستې او مجلسونه جوړېږي، پرون هم د روسي د MRT کمپنۍ رئیس ګریمن کفانوف او میګا ابرک د کمپنۍ افغاني شریک انجنیر روح الله سادات چې د زمردو په کانونو کې د پانګې اچونې په کوم هوډ راغلي وو،  د کانونو او پټرولیم د سرپرست وزیر شیخ شهاب الدین دلاور سره د هغه د کار په دفتر کې یې خبرې وکړې او د کانونو په استخراج کې د پانګې اچونې لپاره خپل چمتوالی څرګند کړ.

جمال کوټوال

ښاغلي دلاور د روسي کمپنۍ رئيس او د هغه افغان شریک ته په خطاب کې وویل: اسلامي امارت پتېلې ده چې د ځمکې لاندې زېرمو او شتمنیو را ویستلو لپاره د کورنیو او بهرنیو پانګوالو په را جلبولو سره څومره چې لازم دي هغسې اسانتیاوې او د پانګونې ښه شرایط ورته برابر کړي.

خو تر هرڅه لومړني هغه شرایط چې په افغانستان کې په کانونو کې د پانګونې شرایط یې برابرکړې دي هغه په هېواد کې عام او تام امنیت دی، د کار د لومړي عنصر په توګه ترې کار اخیستل کېدای شي. ښاغلي دلاور همدارنګه د کانونو په استخراج کې شفافیت او د قراردادونو له مخې سم چلېدل او په صداقت سره د قرارداد محتویات پلي کېدل د وزارت جدي غوښتنه وبلله او ویې ویل: دا محال چې د کانونو د استخراج لپاره کومې داوطلبۍ او قراردادونه شوي دي د کانونو او پټرولیم د پخواني قانونو سره سم شفاف او د هر ډول غبن نه خالي دي او د هیچا خیال پکې نه دی ساتل شوی او همدا ددې وزارت نصب العین دی. د هېواد ټول کانونو مو د غیر قانوني کېندنو، قاچاق کولو او ناوړه استفادې ژغورلي دي او په ټولو ولایتو کې ورته د ساتنې او څارنې ولایتې کمېټې او په مرکز کې ورته بین الوزارتي کمېټه جوړه شوې ده معنا دا چې په ټولو کانونو کې د پانګې اچونې ښه امکانات برابر شوي دي.

وروسته د روسې MRT کمپنۍ رئیس ګریمن کفانوف د افغانستان او روسیې اوسني مناسبات مطلوب وبلل ټینګار یې وکړ، چې په افغانستان کې او سنیو اقتصادي مشکلاتو نه د خلاصون غوره لار همدا د کانونو استخراج دی، چې هم پرې ټولنه په خپل ځان بسیاینې ته رسوي او هم د بېکاریو ربړه پای ته رسولی شي ده وویل: چې کمپنۍ په عصري او مډرنو وسایلو سمباله ده او د قرارداد د لاسلیک کولو نه وروسته د خپلو ژمنو عملي کولو ته پوره چمتووالی لري او غواړي چې د زمردو د کانونو په استخراج کې په کافي اندازه پانګونه وکړي. د کانونو او پټرولیم وزارت وینا ده چې د پایداره انکشاف د معیار مطابق د کان کېندنې د جوازونه او قراردادونو لاسلیک د هېواد په اقتصادي وده کې د کانونو د سکټور فعال نقش یقیني کړي او د متوازن انکشاف د اصل په پام کې نیولوسره به د منرالونو، نفت او ګاز سرچینو ته لومړيتوب ورکړي او د الکټرونیکي سیسټمونو په استفادې سره به شفافیت او حساب ورکونه تامین کړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *