جهان

د سوډان کورنۍ جګړه؛ خرطوم کې ګڼو ودانیو اور اخیستی

د سوډان پلازمېنه خرطوم کې د پوځ او چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ تازه نښتو کې ګڼو ودانیو اور اخیستی دی.

د سوډان پلازمېنه خرطوم کې د پوځ او چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ تازه نښتو کې ګڼو ودانیو اور اخیستی دی.

یکشنبه پر خواله رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې د ‹لوی نیل تېلو شرکت› په لوړپوړیزې ودانۍ کې هم اور لګېدلی.

د دې اسمانڅکې ودانۍ معمار ‹تغرید عبدین› د اېکس یا پخواني ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي «دا واقعاً دردونکې ده.»

دغه مشهوره مخروطي شکله ۱۸ پوړیزه ودانۍ د نیل سیند پر غاړه پرته ده.

تر اوسه مالومه نه ده چې په دغه اسمانڅکي کې اور څنګه لګېدلی او همدا راز تر دې دمه د اوښتې مرګژوبلې راپور هم نه دی ورکړ شوی.

د سوډان پوځ او د چټک ملاتړ ځواکونو په نوم د ملېشې مشرانو ترمنځ د روان کال اپرېل کې اختلافات رابرسېره او جګړه پیل شوه.

له هماغه راهیسې په خرطوم او نورو ښارونو کې هوايي بریدونه او ځمکنۍ جګړه روانه ده.

په دې جګړه کې تر اوسه شاوخوا ۷۵۰۰ کسان وژل شوي او پنځه میلیونه نور بې ځایه شوي دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *