اجتماعی

دسواد د نړیوالې ورځې په مناسبت

پورتنی عنوان د هغه منطقي استدلال یوه برخه ده چې پرمټ یې موږ کولای شوهغه ویونه چې مشترک اوتقریبا مشابه وجوهات ولري له یوبل نه دمانا اومفهوم په لحاظ د منطقي دلایلوپه رڼا کې یوڅه تفکیک کړو، ځکه د سواد، زده کړې  اوپوهې اصلي مانا له یوبل نه لوړتوپیرلري، نولازمه چې د خپلو ورځنیو مکالمو په مهال یې دسم په ځای استعمال په اړه یوڅه معلومات ولرو، ډېرځلې لیدل کیږي اواورېدل کیږي چې دغه دریواړه مفاهیم د متکلم لخوا ګډ وډ اویود بل په ځای را ویشتل کېږي او استعمالېږي .

سواد، زده کړې اوپوهه توپیر

حیا ت الله حلیم

پورتنی عنوان د هغه منطقي استدلال یوه برخه ده چې پرمټ یې موږ کولای شوهغه ویونه چې مشترک اوتقریبا مشابه وجوهات ولري له یوبل نه دمانا اومفهوم په لحاظ د منطقي دلایلوپه رڼا کې یوڅه تفکیک کړو، ځکه د سواد، زده کړې  اوپوهې اصلي مانا له یوبل نه لوړتوپیرلري، نولازمه چې د خپلو ورځنیو مکالمو په مهال یې دسم په ځای استعمال په اړه یوڅه معلومات ولرو، ډېرځلې لیدل کیږي اواورېدل کیږي چې دغه دریواړه مفاهیم د متکلم لخوا ګډ وډ اویود بل په ځای را ویشتل کېږي او استعمالېږي .

سواد : له هغه پدیدې څخه عبارت دی چې یوکس وکړای شي په ډېره لومړنۍ توګه څوکرښې لیک ولولي اویویا دوه کرښې څه ولیکلی شي، دا د سواد ترټولولومړنی تعریف دی اودا تعریف یوازې د بیسواده اوباسوداه کس ترمنځ د ژبې د سرتفکیک دی، یا پربل عبارت اورېدونکی پوهیږي چې مقابل لوری باسواده اوددې توان لري چې لیک له مخه ولوستی شي اوڅوکرښې هم د سپین کاغذ پرمخ

ولیکلی شي .

سل کاله وړاندې با سواده کسان ډېرکم و په یوه کلي کې به دجومات له ملا امام پرته با سواده کس نه پیدا کېده، له بل کلي راغلی لیک به د کلي ملا امام لوست، خوپه کلیوکې به بیا داسې کسان هم پیدا کېدل چې له لیک او لوست سره به یې مینه وه له ملا امامانوبه یې  د(سرنامو) د لیکلوپه مرسته ځانونه یوڅه باسواده کول خوپه هغه وخت کې دیوه شخص فطري مینه اوعلاقه ددې سبب کېده چې یاد کس ډېر ژرباسواده شي،  باسواده کسان به هغه وخت د ټولنې د اکثریت بیسواده طبقې ترمنځ په اقلیت لیدل کېدل خو زیات درناوی به یې هم کېده .

سواد د زده کړو لومړنی مرحله وه، که به څوک باسواده شول نو د خپل سواد په مرسته به یې نوروپرمختلیو زده کړو ته ملاتړله، یا په بل عبارت سواد هغه زینه وه چې د زده کړو اوپوهې دترلاسه کولوپه تکل به لومړی ګام پکې ایښودل کېده، دبا سواده کېدو لپاره به یوکس کولای شول د الف، ب، توري په ډېره آسانۍ سره وجنګوي اوددې تورو سره د مشغولا له لارې به یې په ابتدایی کچه یوڅه سواد ترلاسه کاوه، خوزده کړو بیا دمحنت په ذریعه له ښوونکي یا دیني عالم څخه حاصلېږي  وخت اوزمان غواړي ، زده کړې د سواد دوهمه اومنځنۍ مرحله ده چې لمنه  یې یو څه پراخه  ځکه په بیلا بیلوبرخوکې د ښوونکي لخوا په هغه څه چې څوک نه پوهېږي پوهول کیږ ي، زده کړې زیاتره په مدرسواوښوونځیو کې ترسره کېږي  له ماشومتوب څخه تربوډاتوب پورې د زده کړومرحله ګڼلی شو یا په بل عبارت له څانګو څخه ترقبرپورې زده کړې ادامه لرلی شي،  دزده کړومفهوم ډېرعام دی ځکه په یوه شي د بل کس په مرسته ځان پوهولو ته زده کړې ویل کیږي.

کله چې یوڅوک باسواده شول اولومړنی یا لوړې زده کړې یې هم ترلاسه کړې نوبیا ددې لړۍ درېیمه، وروستۍ او پرمختللی مرحله د پوهې مرحله ده چې په دې مرحله کې په خپل مسلک کې څیړنې، پلټنې، تحلیل، تفکر، مقایسې هم شامل دي پوهه هغه مرحله ده چې یو کس په خپل مسلک د بشپړبلوغ سرحد ته ورسېږي او د خپل سلوک، فطري وړتیا له مخې نوښتونه وکړي، پوهه پراخه او لوړابعاد لري، په پوهه کې نیمګړتیا نشته کله چې موږ د پوهه یا پوهې نوم اخلونودا په دې ماناده چې یو کس د تخصص په وروستۍ مرحله کې قرار لري او پرو فیسوردی  .

بیا هم یوکس نشي کولای چې د علوموپه ټولو برخوکې دمتخصص واوسي اود یا پوهه ولري ځکه نن ورځ په نړۍ کې د الهي علوموترڅنک مختلف دنیوي علوم لکه، طب، انجنیري او نورساینسی علوم موجود دي همدارنګه  ټولنیزعلوم لکه سیاست، اقتصاد، دیپلوماسي، ارواح پوهنه هم د علوموله څانګو دي چې بشرورته اړتیا لري چې په دې برخه کې یوکس هېڅکله نشي کولای پریوه وخت دالهي، ساینسی او ټولنیزو علومومتخصص واوسی ځکه که یوڅوک وغواړي چې پوهه خپل وروستي معراج ته ورسوي نو لازمه ده چې په یوه برخه کې خپله پوهه دکمال او بلوغ سرحد ته ورسوي، که ټولوبرخوته لاس وغځوي ښایي په هیڅ پوه نشي .

نوله سواد څخه زموږ وروستی استنباط دا شوچې سواد یوازې دلیکلو اولوستلو لومړني او ابتدایی مرحلې ته وایي او زده کړې یې په پراخه ابعادو دوهم پړاو دی او پوهه یې په درېیم پړاو کې د علومو له کیفي رمز څخه هغه وروستی علمي استنباط دی چې یو کس له پورته ټولومرحلوپه تېرېدو د بلوغ وروستی مرحلې ته رسولی شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *