مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت د خلکو قربانۍ نه هېروي
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون د خوست ولایت د بېلابېلو سیمو یو شمېر مخورو او مجاهدینو سره وکتل.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون د خوست ولایت د بېلابېلو سیمو یو شمېر مخورو او مجاهدینو سره وکتل.
په دې کتنه کې، دغو مجاهدينو د خوست د قومونو په استازيتوب د اسلامي امارت ملاتړ اعلان کړ او زياته يې کړه، هماغسې چې يې د اشغال پای ته رسولو او د اسلامي نظام استحکام لپاره قربانۍ ورکړې دي، اوس هم د اسلامي نظام ساتنې لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.
دوی زیاته کړه، د ولس له بېلابېلو اقشارو سره د اسلامي امارت د مشرانو لیدنې مثبت ګام دی او ټول خلک په دې کار خوښ دي.
په ورته وخت کې د رياست الوزرا سیاسي مرستیال په دغه کتنه کې د خوست د مجاهدینو او ولس قربانۍ وستايلې او ویې ويل چې په افغانستان کې د قومونو یووالی د دې سبب شو، چې اسلامي امارت بریالی شي او حکومت هڅه کوي د قومونو ترمنځ یووالی او اتحاد وساتي.
نوموړي زیاته کړه، چې اسلامي امارت د خلکو قربانۍ نه هېروي او په اسلامي نظام کې د ټولو سرښندنو ته د قدر په سترګه کتل کېږي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال همدارنګه وویل چې د حکومتي ادارو دروازې د خلکو پر مخ پرانیستې دي او ولس کولای شي هر وخت په پوره جرئت خپلې غوښتنې او مشورې له مسئولینو سره شریکې کړي.