افغانستان

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست لوګر ته سفر وکړ

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب‌الدین دلاور د یاد وزارت یوشمېر نورو رئیسانو سره په ملتیا لوګر ته د خپل سفر په ترڅ کې، له ولایتي مسئولینو سره په کتنه کې د ولس د ستونزو د حل برخه په کې هر اړخیز ډاډ ورکړ.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب‌الدین دلاور د یاد وزارت یوشمېر نورو رئیسانو سره په ملتیا لوګر ته د خپل سفر په ترڅ کې، له ولایتي مسئولینو سره په کتنه کې د ولس د ستونزو د حل برخه په کې هر اړخیز ډاډ ورکړ.

په دې کتنه کې د لوګر مرستیال والي مولوي عنایت‌الله شجاع وویل، لوګر د ډېرو کانونو په لرلو یو شتمن ولایت دی، چې اوسمهال د هېواد په کچه د کانونو په برخه کې ښه فرصتونه شتون لري، باید هڅه وکړو، چې له دې لارې خپل ولس هوسا کړو.

نوموړي د لوګر د خلکو پر ستونزو او غوښتنو رڼا واچوله او د کانونو او پټرولیم وزارت څخه یې وغوښتل، چې  د دغه وزارت اړوند د لوګر د خلکو ستونزې او غوښتنې حل کړي او دغه راز يې په کابینه کې هم مطرح کړي.

ورته مهال د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب‌الدین دلاور وویل، چې د دغه نظام په ټینګښت کې د لوګر د مجاهدینو او خلکو قرباني به هېڅکله له پامه ونه غورځول شي.

د نوموړي له خوا په قراردادونو کې د لازمې روڼتیا، د کانونو د قاچاق د مخنیوي، له معتبرو کمپنیو سره د قراردادونو او د کانونو د ښې ګټې اخیستنې او د لوګر د کانونو د ریاست اړوندو مسایلو په اړه د لوګر د یوشمېر ادارو له مسئولينو څخه یوه لس کسیزه کمېټه هم وټاکل شوه.

د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ د کانونو او پټرولیم ریاست لپاره نوي ټاکل شوي رئیس هم خپله دنده پیل کړه.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *