افغانستان

د اسلامي پراختیایي بانک ځانګړی سلاکار: پر ځان بسیاینې پروژو کې د افغاني سرې میاشتې لاسنیوي ته چمتو یوو

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص سعودي عربستان ته د خپل رسمي سفر په لړ کې د اسلامي پراختیایي بانک له ځانګړي سلاکار او د افغانستان د برخې مسئول انجنیر محمد بن جمال الساعاتي سره وکتل.

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص سعودي عربستان ته د خپل رسمي سفر په لړ کې د اسلامي پراختیایي بانک له ځانګړي سلاکار او د افغانستان د برخې مسئول انجنیر محمد بن جمال الساعاتي سره وکتل.

په دې کتنه کې الساعاتي د اسلامي پراختیایي بانک د پالیسۍ او کاري برخو د تشریح ترڅنګ وویل په اسلامي پراختیایي بانک کې د افغانستان لپاره په ۲۰۲۲ز کې د زده کړو، روغتیا، کورني معیشت او د څښلو د اوبو په برخو کې د مرستې په موخه صندوق تأسیس شوی، چې تر دې دمه په کې ۳۲ میلیونه امریکایي ډالر  جمع شوي.

نوموړي وویل د اسلامي پراختیایي بانک له لوري په افغانستان کې له موجودو نړیوالو موسسو سره د ۷ پروژو د تطبیق لاسلیکونه شوي، چې اوس د تطبیق په حال کې دي او د کرنې، اوبو لګولو او کارموندنې په برخو کې نوې پروژې هم په پلان کې لري.

ورته مهال د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص د افغاني سرې میاشتې پر فعالیتونو او ظرفیتونو معلومات وړاندې کړل او د افغاني سرې میاشتې له لوري د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې لپاره د جوړ شوي ځانګړي روغتون د تجهیز غوښتنه یې وکړه.

الساعاتي ژمنه وکړه، چې د یاد روغتون د تخنیکي کسانو او د روغتیاپالو په تخصص کې به افغاني سرې میاشتې ته د همکارۍ لاس ورکړي.

نوموړي وویل اسلامي پراختیایي بانک پر ځان د بسیاینې په پروژو کې د افغاني سرې میاشتې لاسنیوي ته چمتو دی.

د یادې کتنې په پای کې پر دوه اړخیزه همکارۍ هوکړه وشوه.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *