جهان

کرېملین پر واګنر ملېشې لګېدلي تورونه بېرته اخیستي

د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ کرېملېن وېیلي پر واګنر ملېشې لګېدلي تورونه يې بېرته اخیستي.

د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ کرېملېن وېیلي پر واګنر ملېشې لګېدلي تورونه يې بېرته اخیستي. د ولسمشر پوتین ویاند دیمیتري پېسکوف ویلي، یفګيني پرېګوژین به بلاروس ته لاړ شي او جنګیالي به يې نه محاکمه کېږي. له دې وړاندې پرېګوژین وېیلي چې د هغه د جنګیالیوو کاروانونه چې د مسکو په خوا روان وو بېرته خپلو اډو ته ستنېږي. هغه دا اعلام د بلاروس د مشر الکسندر لوکاشینکو په منځګړیتوب له خبرو اترو وروسته وکړ. د واګنر ملېشې مشر یفګيني پرېګوژین وېيلي:«د مسکو په لور روان ځواکونه يې د وینې بهېدنې د مخنيوي په خاطر بېرته خپلو اډو ته ستنېږي.دوی غوښتل واګنر ګروپ له منځه لاړ شي. د جون په ۲۳مه موږ د عدالت په لټه پسې ووتو. په ۲۴ ساعتونو کې موږ د مسکو په لور ۲۰۰ کيلومتره پرمختګ وکړ. په لاره کې مو د جنګیالو یو څاڅکی وینه هم تویه نشوه،خو د روس وینې تویېدو مسؤولیت په هر اړخ اچول کېږي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *