افغانستان

د کراچۍ پولیسو ۲ میاشتو کې ۱۴۰۰ افغانان نیولي

پاکستان کې یوه مدني فعاله او د بشري حقونو مدافع وکیله ‹منیزه کاکړ› وايي چې د کراچۍ پولیسو په تېر ۲ میاشتو کې تر ۱۴۰۰ افغان کډوال نیولي دي.‌ اغلې کاکړ چې په رضاکاره توګه د نیول شویوو افغانانو وکالت کوي، پر خپل ټوېټر لیکلي، په نیول شویوو کسانو کې ښځې او ماشومان هم دي. 

پاکستان کې یوه مدني فعاله او د بشري حقونو مدافع وکیله ‹منیزه کاکړ› وايي چې د کراچۍ پولیسو په تېر ۲ میاشتو کې تر ۱۴۰۰ افغان کډوال نیولي دي.‌ اغلې کاکړ چې په رضاکاره توګه د نیول شویوو افغانانو وکالت کوي، پر خپل ټوېټر لیکلي، په نیول شویوو کسانو کې ښځې او ماشومان هم دي.

هغه زیاتوي چې تر ۴۰۰ داسې بندي افغانانو سره یې کتلي چې د پاکستان ویزې، د کډوالو په توګه د ثبت کارتونه او نور اسناد هم لري، خو پولیسو ترې دغه اسناد ضبط کړي دي.‌

پاکستان کې د افغان سفارت چارواکي هم مني، چې په دې وروستیوو کې په دغه هېواد کې د افغانانو د نیولو او ځورولو لړۍ چټکه شوې.

آغلې منېزې دا مالومات د جون پر ۲۰ خپاره کړي، چې د کډوالو نړیوالې ورځ سره سمون لري. د بښنې نړیوال سازمان هم پر همدې ورځ رپوټ کې پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو او پناه غوښتونکو ته د ورپېښ کړاو یادوه کړې.

دغه سازمان د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې په سملاسي ډول د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو ‹خپلسره نیول او ځورول› ودروي.

د بښنې نړیوال سازمان وېیلي چې افغانانو پاکستان پناه وړې، هلته خوندي نه دي‌ پاتې.

په دې وروستيوو کې نژدې ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان ته ډېرو افغان کډوالو مخه کړې ده.

خو له دغو دواړو هېوادونو د افغان کډوالو د نیول کېدو رپوټونه ورکول کېږي، چې ګڼ شمېر یې بند کې د څه مودې له تېرولو وروسته بېرته افغانستان ته اړول کېږي.

منیزې کاکړ د ټوېټر په جلا پیغام کې لیکلي چې د پاکستان د سند ایالت پولیسو د ۲۰۲۲ کال له جولای میاشت راهېسې له ۳۰۰۰ ډېر افغانان نیولي او دا چې په دوی کې سلګونه داسې کسان هم وو چې پاکستان ته د تګ او هلته د پاتې کېدو قانوني اسناد یې درلودل.

دا په داسې حال کې ده چې د بښنې نړیوال سازمان وايي په کراچۍ او سند سربېره یې په پېښور، کوټې، چمن او نورو ښارونو کې هم د افغان کډوالو د نیول کېدو او ځورل کېدو رپوټونه ترلاسه کړې دي.

اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وايي د دوی په هڅه ۴ زره افغانان خوشې او هېواد ته ستانه شوي دي

پاکستان کې د افغان سفارت چارواکي هم مني چې په دې وروستیوو کې پاکستان کې «په مختلفو بهانو» د افغان کډوالو د نیولو او ځورولو لړۍ روانه ده.

د دغه سفارت چارسمبالي سردار احمد شکیب د کډوالو نړیوالې ورځ په مناسب پیغام کې وېیلي چې «د پاکستان له حکومته مو هیله ده چې د پولیسو له لوري د افغانانو د ځورونې مخه ونیسي.»

هغه ادعا کړې چې د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ هم د افغان کډالو د ستونزو په حل کې کومه مرسته او ګټور اقدام نه دی کړی او دا چې دوی ترې د دغو ستونزو حل ته د پام غوښتنه کوي.‌

ښاغلی شکیب وايي افغان حکومت د کډوالو موضوع ته «د ستري ملي ستونزې» په سترګه ګوري او دا چې «په پاکستان کې د افغانستان سفارت او نورې ټولې استازولۍ د افغان مهاجرینو ستونزو ته د حل لاره لټول، خپل لومړیتوب ګڼي.»

نوموړی وايي د کډوالۍ ستونزه د افغانستان له سوله ییز امنیت، اقتصادي وضعیت، ټولنیز عدالت او نورو بېلابېلو مسایلو سره اړیکه لري چې باید جدي پام ورته وشي.

اسلام اباد کې د افغان سفارت چارسمبالی وايي ۴ زره افغان بندیان پاکستان کې له زندانونو ازاد او خپل هېواد ته استول شوي دي.

خو دا چې په دغو زندانونو کې څومره نور افغانان پاتې دي، د هغوی د کره شمېر مالومول ځکه ستونزمن دي، چې د پاکستاني ځواکونو لخوا یې د نیول کېدو لړۍ لا دوام لري.‌

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *