افغانستان

افغان پناه‌غوښتونکي د ایران – ترکیې په پوله کې برمته او شکنجه کېږي

  د بي بي سي نړیوال سرویس په تحقیقي راپور کې معلومه شوې چې اروپا ته تلوونکي افغان پناه غوښتونکي د ایران او ترکیې په پوله کې د جنایتکارو ډلو له لوري یرغمل او سخت شکنجه کېږي.

د بي بي سي نړیوال سرویس په تحقیقي راپور کې معلومه شوې چې اروپا ته تلوونکي افغان پناه غوښتونکي د ایران او ترکیې په پوله کې د جنایتکارو ډلو له لوري یرغمل او سخت شکنجه کېږي.

د راپور له مخې، جنایتکارې ډلې د دغو پناه غوښتونکو د ځورونو وېدیوګانې د هغوی کورنیوو ته لېږي او د خلاصون لپاره یې پیسې ورڅخه غواړي.

په راپور کې د هغو افغانانو یادونه شوې چې په یوه غره کې په زنځیرونو تړل شوي او د خلاصون خواستونه کوي.

یوه یې، چې شونډې یې په وینو سرې وې او دوړو یې مخ ورپوښلی و، په هغه وېدیو کې چې یرغملګرو غوښتل د هغه کورنۍ ته یې ولېږي، وايي: « هر څوک چې دا وېدیو ویني، زه پرون برمته شوم،  دوی د هر کس په سر ۴ زره ډالر غواړي. دوی هره ورځ او هره شپه بې وقفې موږ وهي.»

په یوه بله وېدیو کې یو شمېر نور کسان لیدل کېږي چې یومخ لوڅ دي، په واورو کې داسې څکېږي لکه کوم څوک چې یې له شا ټیل وهي.

یو په چیغو وايي: «زه کورنۍ لرم، داسې راسره مه کوه؟ ښځه او ماشومان لرم، لطفاً راباندې رحم وکړه.»

په وېدیو کې له دغه کس سره د جنسي تېري تصویرونه هم ښودل کېږي.

راپور دا بوږنوونکې وېدیوګانې په ایران کې د جنایتکارو ډلو د زیاتوالي ثبوت بولي او وايي چې دا ډلې په ځانګړي ډول له هغو افغانانو سره داسې چلند کوي چې د ایران او ترکیې له لارې اروپا ته د تګ هڅه کوي.

له ډېرو کلونو راهیسي افغانان او د ځینو نورو هېوادونو اتباع د ایران له لارې ترکیې او له هغه ځایه اروپا ته په غیرقانونی لارو ځي خو دا لار اوس ډیره خطرناکه شوې ده.

دوی له ایران څخه ترکیې ته د اوښتو لپاره په وچو غرونو ساعتونه منزل کوي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *