په کندهارکی د انار گل مشاعره جوړه شوه
په کندهار کې د انار ګل دودیزه کلنۍ مشاعره د پنجشنبې په ماښام د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د عينو مېنې ښارګوټي کې د یو شمېر لوړ پوړو چارواکو، سلګونه شاعرانو، لیکوالانو او فرهنګپالانو په ګډون سره جوړه شوه.
په کندهار کې د انار ګل دودیزه کلنۍ مشاعره د پنجشنبې په ماښام د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د عينو مېنې ښارګوټي کې د یو شمېر لوړ پوړو چارواکو، سلګونه شاعرانو، لیکوالانو او فرهنګپالانو په ګډون سره جوړه شوه.
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي انعام الله سمنګاني د پيليزې وينا پر مهال ټولو مېلمنو او ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او زياته یې کړه، چې انارګل مشاعره د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست تر چتر لاندې جوړه شوې ده.
نوموړي وویل، چې د مشاعرو موخه د هېواد فرهنګي فعالیتونو ته لا پر مختګ ورکول دي.
ورته مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خير الله خيرخواه وویل، چې دښمنانو په تېرو شلو کلونو کې زموږ شاعران او د قلم خاوندان هم هدف ګرځول، اوس چې امن دی، باید ټول هېوادوال د یووالي تر څنګ خپل ثقافت او کلتور وساتي او بايد شاعران او فرهنګپال داسې شعرونه او حماسې وليکي، چې راتلونکی نسل د پرديو تر کلتور او ثقافت لاندې رانه شي.
ورپسې د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد وویل، چې فرهنګ او ژبه د یوه ملت ژوند دی، موږ باید د فرهنګ، نسب او ژبې ساتنه وکړو او د اسلام د پرمختګ او ګټې لپاره یې استعمال کړو، چې خوشبختانه افغانانو دا کار کړی دی.
مجاهد زياته کړه، چې لیکوالان، شاعران او د قلم خاوندان دې د نظام د بقاء لپاره کار وکړي.
هغه وویل، چې د یرغلګرو د ماتې هدف دا و، چې اسلامي نظام قایم شي، چې دا کار د سنګر مجاهدینو وکړ او اوس بايد د شعر، حماسې او قلم له لارې د نظام ساتنه وشي.
د يادونې وړ ده، چې د مشاعرې په وروستۍ برخه کې تمثيلي پارچه هم ترسره شوه، چې د ګډونوالو له تاوده هرکلي سره مخ شوه.