افغانستان

د بریتانیا د مرستو کمېدو له امله د ماین پاکۍ ځینې پروګرامونه وځنډېدل

د برتانیې د مرستو د څار یوې موسسې وېیلي، چې له افغانستان سره د برتانیې د مرستو کمېدو له امله په دغه هېواد کې د ماین پاکولو ځینې چارې ځنډول شوې دي.

د برتانیې د مرستو د څار یوې موسسې وېیلي، چې له افغانستان سره د برتانیې د مرستو کمېدو له امله په دغه هېواد کې د ماین پاکولو ځینې چارې ځنډول شوې دي.

د دغه سازمان د راپور له مخې، بریتانیا سږ کال له افغانستان سره خپلې مرستې له ۲۴۶ میلیون پونډو څخه ۱۰۰ میلیون پونډو ته  راکمې کړې دي.

د مرستو د اغېزمنتیا خپلواک کمېسیون (ICAI) په خپل نوي راپور کې چې وړمه ورځ پنجشنبه خپور شو، له افغانستان سره د بریتانیا د بشري مرستو د کمېدو په اړه اندېښنه ښودلې او وېیلي یې چې بریتانیا به ونه‎شي کولای په افغانستان کې بشري ناورین راکم کړي.

دغه سازمان وايي، چې بریتانیا په ۲۰۲۲ کال کې له افغانستان سره ۲۴۶ میلیونه پونډه (شاوخوا ۳۰۷ میلیونه ډالره) بشري مرستې کړې وې، خو سږ کال له افغانستان سره د دغه هېواد مرستې ۱۰۰ میلیونه پونډه (شاوخوا ۱۲۴ میلیونه ډالره) ته رسېدلې دي.

د یاد شوي سازمان یوه کمیشنر سر هیو بیلي ووېیل، “برتانیې د اسلامي امارت له واکمنۍ راهیسې له افغانستان سره د نړۍ په مرستو کې مهم رول لوبولی دی، خو اوس د برتانیې د مالي مرستو کمیدل پر هغو پروګرامونو منفي او مستقیم اغیز لري چې افغانان ترې ګټه پورته کوي.”.

نوموړي د مرستو د کمښت د بیا کتنې تر څنګ له بریتانیا وغوښتل چې په افغانستان کې دې ډیپلوماټیک حضور ولري څو وکولای شي په افغانستان کې د خپلو مرستو د لګولو بهیر په اغېزمنه توګه وڅاري.

په راپور کې دا سپارښتنه هم شوې چې انګلستان دې د کابل ادارې سره د تعامل لپاره د نړۍ له نور وهېوادونو سره مشوره وکړي او له افغانستان سره د اړیکو او ملاتړ لپاره د نورو هېوادونو د ګټو د کمېدو خطر جدي ونیسي.

د څارنې اداره وايي، بریتانیا په قطر، پاکستان او برتانیا کې ۸۰ کارکوونکي لري چې د افغان سکټور لپاره کار کوي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *