تبصره

مناسبي مشوري  به هوساينه رامنځ ته کړي

په نړي کې هره واکمني د خپلو عقايد و او ملي ارزښتنو پربنسټ د حکومتونو چاري سمبالي وي هڅه کوي چې د ميشتو وګړو ملاتړ ترلاسه کړي ترڅو د هيواد د پرمختګ په لار کې ګړندي ګامونه پورته کړي. همدا وجهه ده چې په زياتو حکومتوليو کې د خلکو سره په ناستو پاستو کې يو لړ ګټوري مشوري شريکوي ترڅو د غوره او مناسبو چارو د سمون له پاره لار هواره شي.

 

متین

په نړي کې هره واکمني د خپلو عقايد و او ملي ارزښتنو پربنسټ د حکومتونو چاري سمبالي وي هڅه کوي چې د ميشتو وګړو ملاتړ ترلاسه کړي ترڅو د هيواد د پرمختګ په لار کې ګړندي ګامونه پورته کړي. همدا وجهه ده چې په زياتو حکومتوليو کې د خلکو سره په ناستو پاستو کې يو لړ ګټوري مشوري شريکوي ترڅو د غوره او مناسبو چارو د سمون له پاره لار هواره شي.

اسلامي امارت چې د خپل جوړښت له وخته د هيوادوالو ملاتړ ترلاسه کړي هيله لري چې هيوادوال ورسره مناسبي او ګټوري مشوري ونه سپموي ترڅو د وران ويجاړ هيواد په بيارغاونه کې تري ګټه پورته کړي.

ليدل کېږي چې د اسلامي امارت رهبري او په ټوله کې د اسلامي امارت چارواکې باورمن دي چې د هيوادوالو سره په ليدوکتو کې نيمګړتياوي رابرسيره کړي چې مسئولين يي د رغاوني له پاره لاري چاري لټوي.

د اسلامي امارت رهبري تل په دولتي کارکوونکو غږ کړي چې په خپل کاري چاپيريال کې د هيوادوالو

له پاره اسانتياوي برابري کړي ترڅو هيوادوال د ګړاونو سره مخامخ نه شي.

دغه راز د ښه حکومتولي له پاره نه ستړي کېدونکې هڅي رواني دي او هغه تشي په ډکېدو دي کومي چې د تير رژيم له خوا راپاتي شوي دي. په دولتي اداروکې فساد له مينځه تللي او په ورځنيو چاروکې ځڼډونه له مينځه تللي تمه ده چې د هيوادوالو وړاندويني د دولتي چارواکو سره زياتي شي او د هغو نيمګړتياو په رغاونه کې ګډي هڅي پيل شي کومي چې تردي دمه نه دي رغاول شوي مسئولين ډاډمن دي چې افغانان به د خپلو نيکونو او پلرونو په څير د هيواد يو لړ ستونزي چې له بهره ورته لمن وهل کېږي په ګډو ناستو پاستو کې د حل لار ولټول شي. اسلامي امارت چې هيوادوالوته خپلي دروازي پرانستي پريښي تمه لري چې د هيواد هر وګړي خپلي غوښتني او وړاندويني چې د هيواد د امنيت د ټينګښت او هوسايني له پاره اړيني دي شريکې کړی ترڅو په مناسب وخت کې د حل لار ومندل  شي.

د اسلامي امارت کفيل او د رياست الوزرا سياسي معاون د اکادميکو بنسټونو او مدرسو متقاعدو استاذانو سره په ليدنه کې خوښي وښوده چې د پوهنتونونو او مدرسو استاذان د اسلامي امارت د مسولينو سره خپلي مشوري شريکوي. مولوي عبدالکبير غوره وګڼله چې د هيواد د ترقي او سوکالي له پاره د دولتونو او اکاډيميکو بنسټونو مشوري د اهميت وړ او د چارو د سمون له پاره اړيني دي. د مسئولينو دا ډول کړه وړه دولسی واکمني نښي نښاني بلل کېږي او د هيوادوالو د ملاتړ وړ ګرځي. دا په داسي حال کې ده چې د رياست الوزرا سياسي مرستيال او نورو مسئولينو څو څو واري په هيواد کې مختلفو قشرونو سره په ليدوکتو کې ډاډ څرګند کړي چې د هيوادوالو هر ډول وړاندوينو ته د حل لار لټوي هيله ده چې هيوادوال د سالمو او مناسبو وړاندوينو پربنسټ د هيواد د بياآبادي له پاره د هر ډول هڅو څخه دريغ ونه کړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *