تبصره

سوداګروته به زياتې اسانتياوې رامنځ ته شي

څرګنده ده چې دواکمني دبدلون پرمهال يولړ ستونزي شتون لري چې رغاول يې په شتمنو هېوادوکې لڼډ مهاله او په وروسته پاتي هېوادوکې اوږد مهاله وي ځکه دهېوادونو دوګړو دهوسايني چاري د اقتصادي زيربناؤ څخه تمويلېږي او دپرمختګ لاس ته راوړني د اقتصادي پياوړتيا له کبله ترلاسه کيږي

متين
څرګنده ده چې دواکمني دبدلون پرمهال يولړ ستونزي شتون لري چې رغاول يې په شتمنو هېوادوکې لڼډ مهاله او په وروسته پاتي هېوادوکې اوږد مهاله وي ځکه دهېوادونو دوګړو دهوسايني چاري د اقتصادي زيربناؤ څخه تمويلېږي او دپرمختګ لاس ته راوړني د اقتصادي پياوړتيا له کبله ترلاسه کيږي نو ويلي شو چې د اسلامي امارت په وړاندي دشل کلن جګړييز ناورين را وروسته د ړنګ شوي واکمني را پاتي شويو ستونزو رغاول اوږد مهاله دي ځکه په هېواد کې دټول اقتصادي بنسټونه زيانمن شوي او ترڅنګ يې دلاس وهونکو هېوادو له خوا دفشار او بنديزونو لړي دوام لري.
اسلامي امارت دهېواد د اقتصاد دبيا پياوړتيا اوښه حکومت ولي له پاره دګړندي او عملي ګامونو په پورته کولو سره دهغو لارو په لټون پيل کړي چې د اقتصادي پياوړتيا لامل ګرځي. اسلامي امارت واک ته درسيدو په دي لڼډ وتنګ وخت کې توانيدلي چې په ټولو عايداتي برخو کې د روڼتيا له امله ښي چاري ترسره کړي ترڅو په عايداتو کې زياتوالي رامنځ ته شي. دغه رزا ويلي شو چې دپخوا په پرتله په سوداګرييزو برخو کې خورا زياتي لاس ته راوړني ترلاسه شوي ځکه چې دمافيايې کړيو دناوړه او دښمنانه هڅو سره سره هغه خڼډونه له منځه تللي کوم چې دسوداګرو په وړاندي شتون درلود. همدا اوس په يوه تازه خبرپاڼه کې ليکل شوي چې د سوداګرو او صنعت کارانو له پاره به نوري آسانتياوي رامنځ ته شي او دبريښنا د رياست پروينا چې دصنعت نندارتون په غونډي کې يې د 24 ساعته بريښنا له پاره سينه ډبولي هڅه کيږي چې لازياتي آسانتياوي برابري شي ترڅو اقتصادي بنسټونه په رغيدوشي او هېوادوالو له پاره دهوسايني لارهواره شي.
په هېواد کې د امنيت دتامين له کبله ډاډ ترلاسه شوي چې په هېواد کې به د اقتصادي پياوړتيا له پاره پانګوالوته لازمي آسانتياوي پراختيا ومومي او هغه ستونزي او خڼډونه چې په تيرو وختونو کې شتون درلود له منځه ولاړشي.
همدا وجهه ده چې په ډيرو غوڼډوکې د اسلامي امارت لوړ رتبه چارواکې په هېواد کې دپانګوني په هکله بهرنيو او په کور دننه سوداګروته دپانګوني په هکله وړانديز کوي چې په هېواد کې دننه پانګونه وکړي او دهېواد د اقتصادي ستونزو په رغاوني کې هېوادني ونډه واخلي.
ښه به وي چې په هېواد مين افغانان چې دا مهال له هېواد څخه بهر دي هېواد ته راستانه شي او دهېواد د ړنګ شوي اقتصاد په بيا جوړونه کې برخه واخلي ترڅو دجګړييزو کلونو راپاتي شوي ناخوالي ورغاول شي. اسلامي امارت هڅه کوي چې دهېوادکاني شتمني په داسي توګه مديريت کړي چې دملي ګټو دخونديتوب لامل وګرځي. همدا اوس په زياتوکاني زيرمو کې دښه مديريت له کبله په عوايدوکې دپام وړزياتوالي ترسترګو کيږي او دهغو لارولټون پيل شوي چې ښي لاس ته راوړني ولري.
طبعي ده چې دړنګ شوي اقتصادي بهير دسمسکي له پاره وخت ته اړتيا ليدل کيږي. خو اسلامي امارت د کړنديو اقداماتو په لړه کې هغه تشي را ډکي کړي کومي چې دتير رژيم له خوا راپاتي شوي.
په همدي توګه دستراتيژيکو پروژو دپيل کيدو له پاره هڅي پيل شوي تمه ده چې دملي منابعو د مندني پرمهال ستراتيژيکي پروژي پيل او عايداتي برخه پياوړي شي. ليدل کيږي چې د اسلامي امارت دمسؤلينو ليده کاته دبهرنيو هېوادو د استازو سره زيات شوي چې له امله يې په ليدو کتو کې اقتصادي برخي ته پاملرنه شوي او دمتقابلو ګټو دخونديتوب له پاره لاري هواري شوي هيله ده چې په هېواد کې دبهرنيو هېوادو اقتصادي اړيکي پياوړتيا ومومي او د ديپلوماتيکو اړيکو دټينګښټ ترڅنګ اقتصادي لاس ته راوړني زياتي او دهېوادونو په اجتماعي جوړښټ کې پرمختګ او هوساينه رامنځ ته شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *