افغانستان

کندهار ته د قطر د لومړي وزیر سفر؛ قطر په بېلا بېلو برخو کې له افغانستان سره همکاري زياتوي

د قطر د لومړي وزیر په مشرۍ جګپوړي پلاوي کندهار کې له چارواکو سره خبرې کړې دي. په رسمي توګه د سفر موخه دوه اړخیزې اړیکې ښودل شوې دي.

د قطر د لومړي وزیر په مشرۍ جګپوړي پلاوي کندهار کې له چارواکو سره خبرې کړې دي. په رسمي توګه د سفر موخه دوه اړخیزې اړیکې ښودل شوې دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د جمعې په ورځ د قطر لومړی وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د هغه هېواد د استخباراتو مشر عبدالله الخلیفي سره یوځای کندهار ته ولاړ او هلته یې د له ريیس الوزراء ملا محمد حسن آخوند سره کتلي دي.
مجاهد زیاته کړې: «په دغه لیدنه کې چې د کندهار په ولایت کې وشوه، د قطر لخوا له افغانستان سره د اړیکو په پیاوړتیا، د اعتماد لا ډېروالي، په تعلیمي، صحي او اقتصادي برخو کې د همکاریو ژمنه وشوه.»
مجاهد وايي، ريیس الوزراء د قطر له لومړي وزیر وغوښتل چې نړيوالې ټولنې سره یې د باور په پياوړتیا کې رغنده رول ولوبوي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په رسمي ټوېټرپاڼه هم ورته اعلامیه خپره شوې چې پکې وېیل شوي، د قطر لومړي وزیر او د اسلامي امارت د رييس الوزرا ترمنځ کتنه کې له روان اقتصادي او بشري بحران څخه د افغانانو د ملاتړ په لارو چارو بحث شوی دی.
اعلامیه کې راغلي: «د ليدنې پرمهال لومړي وزیر ټینګار کړی چې د قطر حکومت د افغانانو هراړخیز ملاتړ کوي، دغه راز افغانستان کې د امنیت، ټیکاؤ، سوکالي او پتمن ژوند په ټینګښت کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.»
دا سفر داسې مهال شوی چې قطر یوه اوونۍ وړاندې د ملګرو ملتونو په نوښت د افغانستان د وضعیت په اړه د جوړې شوې غونډې کوربه ؤ.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *