افغانستان

تېر کال ۶۹ ټنه زعفران بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، په تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې د ۲۲ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت ۶۹ ټنه زعفران بهر ته صادر شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، په تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې د ۲۲ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت ۶۹ ټنه زعفران بهر ته صادر شوي دي.
د دغه وزارت ویاند ویلي چې ‌د دغو زعفرانو ډېره برخه یې د هوایي دهلیز له لارې هندوستان، متحده عربي اماراتو او چین ته صادر شوي او بیا له یادو هېوادونو څخه سوداګرو امریکا، اسټرالیا، مراکش او اروپایي هېوادونو لکه هسپانیا، هالنډ، ایټالیا او جرمني ته صادر کړي دي.
افغان زعفران په نړیواله کچه اول مقام لري، خو یې ګاونډي هېوادونو ته د قاچاق او له هغو هېوادونو څخه د غیر افغاني تولیداتو په نوم د صادریدو خبرونه زیات شوي.
د اسالمی امارت چارواکي وایي چې د دغه قاچاق مخنیوی یې کړی، خو کروندګر لا هم له دې ستونزې شکایت کوي او وایي د دغو تولیداتو بازار یې خراب شوی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *