افغانستان

په تورخم کې د ژغورنې عملیات پای ته رسېدلي

په تورخم کې افغانستان ته د اوښتو په انتظار ولاړو ګاډو باندې د کمر نړېدو پېښه د اپرېل پر ۱۸مه شوې وه چې ژغورونکو له خاورو د اتو کسانو مړي را وایستل.

په تورخم کې افغانستان ته د اوښتو په انتظار ولاړو ګاډو باندې د کمر نړېدو پېښه د اپرېل پر ۱۸مه شوې وه چې ژغورونکو له خاورو د اتو کسانو مړي را وایستل.
د خیبرپښتونخوا چارواکي وایي چې د تورخم د غره د ښویېدو په پېښه کې د ټولو وژل شویو اتو کسانو مړي را ایستل شوي او د ژغورنې عملیات پای ته رسېدلي.
دا خبره په تورخم کې د ژغورنې او مرستندویه چارو ادارې ویاند مقصود عالم ته وکړه.
هغه وویل: «تورخم کې له اړوندو ادارو سره تر همغږۍ وروسته موږ عملیات پای ته ورسول.
اته مړي موږ په پنځو ورځو کې را وایستل او همدارنګه پنځه ویشت کانټینره او پرزه جات هم را ایستل شوي.»
په تورخم کې افغانستان ته د اوښتو په انتظار ولاړو ګاډو باندې د کمر نړېدو پېښه د اپرېل پر ۱۸مه شوې وه.
اکثر مړه او ټپیان افغان موټر چلوونکي او د هغوی همکاران/کلینران دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *